د فوټبال نړیواله مېله

د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام لوبې له اولمپيک وروسته د نړۍ تر ټولو سترې سيالۍ دي. دغه لوبې د برازيل په ۱۲ ښارونو کې کېږي.

د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام لوبې له اولمپيک وروسته د نړۍ تر ټولو سترې سيالۍ دي.
د عکس تشریح، د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام لوبې له اولمپيک وروسته د نړۍ تر ټولو سترې سيالۍ دي.
د ارجنټاين ليونل ميسي او د برازيل نيمار د ځايي خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري. د بارسلونا په کلب کې لوبېدونکي دا دوه لوبغاړي به د لوبو په يوه پړاو کې د يو بل پر وړاندې سيالي وکړي.
د عکس تشریح، د ارجنټاين ليونل ميسي او د برازيل نيمار د ځايي خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري. د بارسلونا په کلب کې لوبېدونکي دا دوه لوبغاړي به د لوبو په يوه پړاو کې د يو بل پر وړاندې سيالي وکړي.
د برازيل په ۱۲ ښارونو کې به ۶۴ سيالۍ وشي او تمه ده چې په ۱۲ لوبغالو کې ۳،۳ ميليونه کسان د دغو لوبو ننداره وکړي.
د عکس تشریح، د برازيل په ۱۲ ښارونو کې به ۶۴ سيالۍ وشي او تمه ده چې په ۱۲ لوبغالو کې ۳،۳ ميليونه کسان د دغو لوبو ننداره وکړي.
برازيل د جنوبي امريکا هېوادونو لومړنی هېواد دی چې ۳۶ کاله وروسته په کې د نړیوال جام لوبې کېږي. تر دې وړاندې دغه جام تر ډېرې مودې په اسيا او اروپا کې کېده.
د عکس تشریح، برازيل د جنوبي امريکا هېوادونو لومړنی هېواد دی چې ۳۶ کاله وروسته په کې د نړیوال جام لوبې کېږي. تر دې وړاندې دغه جام تر ډېرې مودې په اسيا او اروپا کې کېده.
په عام ډول د فوټبال نړیوال فدراسيون د نړیوال جام د لوبو ترسره کېدو لپاره ۱۰ ښارونه غوره کوي، خو د برازيل د خلکو د مينې له امله يې دا ځل دا شمېره ۱۲ ته پورته کړې.
د عکس تشریح، په عام ډول د فوټبال نړیوال فدراسيون د نړیوال جام د لوبو ترسره کېدو لپاره ۱۰ ښارونه غوره کوي، خو د برازيل د خلکو د مينې له امله يې دا ځل دا شمېره ۱۲ ته پورته کړې.
د برازيل په نړيوال جام کې د سکندنويايي هېوادونو هېڅ هېواد هم ګډون نه لري.
د عکس تشریح، د برازيل په نړيوال جام کې د سکندنويايي هېوادونو هېڅ هېواد هم ګډون نه لري.
د برازيل نړیوال جام تر ټولو لګښتي جام بلل شوی او شاوخوا يو ميليارد ډالره پرې لګول شوي دي.
د عکس تشریح، د برازيل نړیوال جام تر ټولو لګښتي جام بلل شوی او شاوخوا يو ميليارد ډالره پرې لګول شوي دي.
برازيل پر نړیوال جام د زيات له لګښت له امله د يو کال لپاره د مظاهرو شاهد و او خلکو غوښتل چې دغه پیسې بايد پر روغتيا او زده کړو لګېدلې وای.
د عکس تشریح، برازيل پر نړیوال جام د زيات له لګښت له امله د يو کال لپاره د مظاهرو شاهد و او خلکو غوښتل چې دغه پیسې بايد پر روغتيا او زده کړو لګېدلې وای.