فوټبال: ریال مادرید د اروپا د اتلانو جام وګاټه

ریال مادرید د اروپا د اتلو کلبونو د سیالیو په پایلوبه کې اتلتیکو مادرید ته ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا لوبه چې تیر ماښام د پرتګال په پلازمېنه لزبېن کې ترسره شوه ریال مادرید ۴:۱ وګټله.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د اتلتیکو مادرید لوبغاړي دیاګو ګوډین لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخته کړه.
په لوبه که څه هم د ریال مادرید لوبډله تر ډیره برلاسې وه خو تر وروستیو شیبو یې هم ونشو کړای چې ګول وکړي او لوبه برابره کړي.
د لوبې په ۹۰ مه او وروستۍ دقیقه کې د ریال مادرید لوبغاړي سرګیو راموس ګول وکړ او لوبه یې ۱:۱ برابره کړه.
په اضافي وخت کې د ریال مادرید بریدګر او د نړۍ تر ټولو لوړبیه لوبغاړي ګاریت بال د ديا ماریا په توپ ګول وواهه او خپله لوبډله یې ۲:۱ مخته کړه.
یو څو دقیقې وروسته مارسیلو دریېم ګول وکړ او کرسټیانو رونالډو بیا د اضافي وخت په وروستۍ دقیقه کې څلورم ګول وکړ او دا ډول ریال مادرید دغه پایلوبه ۴:۱ وګټله.
دا په ټوله کې لسم او له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې ریال مادرید د اروپا د اتلو کلبونو لوبې ګټي.
اتلتیکو مادرید چې څو ورځې وړاندې یې د اسپانیا فوټبال لالیګا اتلولي وګټله، د لومړي ځل لپاره د چیمپینزلیګ اتلولي ګټلو هیله لرله چې پوره نه شوه.








