د لیونل میسي او عبدالکریم هراتي کمیابه ورته والی

د عکس سرچینه، gh
- Author, وحید پیمان، هرات کې ورځپاڼه لیکونکی
- دنده, ژباړه: هدایت الله همیم، بي بي سي
معمولاً یو او بل ته ورته انسانان فلمونو او داستانونو کې لیدل کېږي.
خو په ریښتینې نړۍ کې د ژنتیکپوهانو په باور د هغو انسانانو ترمنځ ورته والی ډېر کم وي، چې هېڅد وینې د نژدې والي اړیکه هم ونه لري.
خو دا ډول یو کمیابه ورته والی د افغانستان په لوېديځ هرات ولایت کې دی.
د نړۍ له یوه مشهور فوټبالر سره د یوه افغان فوټبال لوبغاړي ورته والی.
معمولاًپه دوو بېلابېلو قارو کې د دوو انسانانو د څېرو ورته والی کم موندل کېږي، خو که خبره مشهورو لوبغاړو ته ورسېږي، هرڅوک یې په اړه لوستل او د دوی څېرو ته کتل خوښوي.
میسي مسلمان شوی

د عکس سرچینه، gf
هرڅه یوه میاشت وړاندې پیل شول، هغه مهال چې یوه ډاکټر په یوه مېلمستیا کې یو ځوان د ارجنټاین د فوټبال له نړیوال ستوري لیونل میسي سره په ډېره ورته څېره کې ولید.
هغه پخپل ګرځنده تیلېفون ددغه ځوان عکس واخیست او پر خپله فېسبوک پاڼه یې خپور کړ، همدا وو چې د میسي د مسلمانېدو ډنډوره خپره شوه، چې ګني په یوه جومات کې لیدل شوی دی، د خواله نورو رسنیو هم دا خبر ژر خپور کړ.
خو لیونل میسي ته ورته افغان ځوان عبدالکریم نومېږي.
عبدالکریم په ۱۹۸۷ کال د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې زېږېدلی، خو د میسي او عبدالکریم د زوکړې میاشت هم یوه ده.
'استاد میسي'
عبدالکریم د هرات ښار یه یوه لومړني ښوونځي کې د جغرافیې استاد دی.
د دغه ښوونځي هېڅ یو زده کوونکی یا ښوونکی د هغه د کورنۍ نوم نه پېژني، خو ښوونځي ته د هغه د ورتګ له لومړۍ ورځې راهیسې ټول هغه 'استاد میسي' بولي.
د ښوونځي اداره او نور ښوونکي هم هغه ته د استاد میسي نوم اخلي، دا خو لاپرېږده چې زده کوونکي د دې پرځای چې ووايي د جغرافیې استاد راځي، بلکې وايي چې له استاد میسي سره درس لرو.
ځانګړتیا که سرخوږی؟
له میسي سره د عبدالکریم ورته والی هغه ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، gf
کله چې هغه بازار ته د خرڅلاو لپاره ولاړ شي، د میسي پلوي هټیوال او خلک عبدالکریم ته په ارزانه بیه توکي ورکوي.
خو هغه چې له لیونل میسي سره مینه نه لري، له کبله یې له عبدالکریم سره هم ښه چلند نه کوي، چې په دې سره عبدالکریم ډېر ځورېږي.
خو اوس یو شمېر هراتیان، چې له ارجنټایني لوبغاړي سره مینه لري، له عبدالکریم سره یادګاري انځورونه اخلي.
عبدالکریم واده کړی، دا چې میسي یو بچی لري، عبدالکریم ته هم خدای یو بچی ورکړی، که څه هم د دواړو ونې او رنګونه یو شان دي، خو عبدالکریم پر میسي درې سانتۍ جګه ونه لري.
عبدالکریم له فوټبال سره هم مینه لري، او د هرات د یوه سیمه ییز فوټبال غړی دی.
دی د میسي په څېر فوټبال کې د بریدګر لوبغاړي دنده مخته وړي، خو مخکې له دې چې د میسي په نامه مشهور شي، د بارسلونا د ټیم ملاتړی و او میسي به یې ډېر خوښېده.

د عکس سرچینه، BBC World Service








