مصری لوبغاړی د سیسي په تایید وځنډول شو

د مصر د فوټبال ټولنې د فوټبال د یوه مصري لوبغاړي صلاح امین د لوبېدو مخه ځکه نیولې ده، چې په یوه اشاره کې یې د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي ملاتړ کړی دی.
ویل کېږي چې امین د C توري په بڼه، چې د دفاع د وزیر عبدالفتاح السیسي دویم نوم هم دی، اشاره کړې ده.
نوموړي دا اشاره تر یوې بریا وروسته کړې ده.
خو دغه لوبغاړی دا نه مني چې ګني قصد یې د السیسي ملاتړ و.
دی وايي، چې له سیاست سره هېڅ سروکار نه لري.
د فوټبال اتحادیې ویلي، د دغه لوبغاړي عمل له هغو ځانګړو قوانینو سرغړونه ده، چې په مخالفت یې لوبغاړي له سیاسي شعارونو راګرځولي دي.
اعلامیه وايي، تورن لوبغاړی به د راتلونکي لوبیر موسم پرمهال نه لوبېږي او ۲۹۰۰ ډالر جریمه به ورکوي.
امین درېیم لوبغاړی دی، چې مصر کې د سیاسي پلوۍ په اشاره سزا ورکول کېږي.
وړاندې د مصر د فوټبال یو لوبغاړی احمد عبدالظاهر د درو میاشتو لپاره کورنیو او نړیوالو لوبو کې له لوبېدو څخه منع شو، چې ګني د مصر د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي په پلوۍ یې اشاره کړې وه.
همداشان، د کونګ فو ټولنې یو لوبغاړی په دې تور له لوبو وګرځول شو، چې ګني د قاهرې ختيځ رابع العدویه سیمه کې یې د محمد مرسي د پلویانو لاریون ماتولو په تړاو په څلورو ګوتو اشاره کړې وه.








