استراليا له انګلستان نه ټېسټ کريکټ لوبه ګټلې

په ملبورن ښار کې استراليا په څلورمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.
استراليا د يکشنبې په ورځ د لوبې په څلورمه ورځ د انګلستان د ۲۳۱ منډو هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د يکشنبې په ورځ د استراليا د لوبې پيل کرس راجرز او ډېوېډ وارنر وکړ او دواړو لوبغاړو په لومړۍ ويکټه د ۶۵ منډو شراکت وکړ.
له دې وروسته کرس راجرز له شين واټسن سره په دويمه ويکته د ۱۳۶ منډو شراکت وکړ، چې د لوبې په ګټلو کې يې مهم رول ولوباوه.
کرس راجرز د ۱۳ څلوريزو پر مت ۱۱۶ او شين واټسن د ۱۱ څلوريزو په برکت په ۹۰ توپونو د ۸۳ منډې وکړې.
په دويمه پاڼۍ/ اننګز کې دوه استراليايي لوبغاړي، بين سټوکس او مونټي پينسر وسوځول.
له دې وړاندې د انګلستان ټوله لوبډله په دويم اننګز کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده.
د انګلستان د لوبې پيل سم نه و او هغه مهال چې د دغه هېواد د منډو شمېر ۸۷ و څلور لوبغاړي يې سوځېدلي وو.
انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۵ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې استراليا ۲۰۴ منډې وکړې او انګلستان ۵۱ منډې مخکې شو.
د استرالیا لوبډلې د څلورمې ټېسټ لوبې پچه کټلې وه او لومړۍ يې انګلستان ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړې وه.








