افغانستان د لويديځې اسيا په رگبي سياليو کې برخه اخلي

د افغانستان د رگبي ملي لوبډله د لويديځې اسيا په سياليو کې د گډون لپاره دوبۍ رسېدلې ده.
دغه سيالۍ د نومبر له لومړۍ نېټې د متحدو عربو اماراتو په دوبۍ ښار کې پيليږي.
افغانستان به له سعودي، لبنان او کوربه هېواد متحدو عربو اماراتو سره سيالي کوي.
دا سيالۍ اووه کسيزې دي.
د افغانستان د رگبي ملي لوبډلې ځينو مسوولينو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دا ځل په پوره چمتووالي دوى دغو لوبو ته رهي شوي دي.
د افغانستان د رگبي فدراسيون مرستيال عبدالخيل بيک وويل په ملي لوبډله کې دا ځل له نيوزيلنډ ، هالنډ او انگلستان څخه هم ځينې لوبغاړي شامل شوي دي.
دغو نويو لوبغاړو په جلاوطنۍ کې رگبي زده کړې ده.
له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت بېک هيله وښووله چې دوبۍ مېشتي افغانان به د خپلې ملي لوبډلې هڅونې ته ورځي.
د افغانستان درې سره لوبې د نومبر په لومړۍ نېټه د سيون رگبي په نامه لوبغالي کې ترسره کيږي چې د دوبۍ په العين واټ باندې دى.
افغان لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه له سعودي سره د نومبر په لومړۍ نېټه د ماپښين په څلور بجې، دويمه لوبه له متحدو عربو اماراتو سره د مازديگر په پنځه بجې او دريمه له لبنان سره په شپږ بجې او شل دقيقې ترسره کوي.








