کرېکټ کې افغانستان پر نمېبيا په بشپړه برلاسى شو

پچه: نمېبيا
لومړۍ لوبه: نمېبيا ١٩٠ ايس جې بارډ ٧٢ محمد نبي شپږ لوبغاړي وسوځول
افغانستان: د دويمې ورځې تر پايه ٣٤٥ منډې اته لوبغاړي سوځېدلي، اصفر ستانکزى ١٢٧ لا هم ولاړ دى
نمېبيا د افغانستان کرېکټ لوبغاړو ته نوى هېواد او د لوبو شرايط يې ورته ناڅرگند و.
کله چې پچه د کوربه هېواد کپتان وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله نو داسې ښکارېدل چې افغان لوبډله به له ډېرو سرخوږيو سره مخامخ شي.
نمېبيا ښه لوبه پيل کړه.
٤٩ منډې يې وې او لا يې څوک نه و سوځېدلي.
خو کله چې شاپور ځدراڼ لومړنى کس وسوځاوۀ لوبه ورسره بدله شوه.
ايس جې بارډ ودرېد خو محمد نبي عيسى خيل خپله وړتيا په بالېنگ کې وښوده.
ده شپږ لوبغاړي وسوځول، دوه کسه د رحمت شاه په برخه ورسېدل او يو لوبغاړى عزت الله دولتزي وسوځاوه.
په لومړنۍ ورځ ورو بالرانو ته داسې بالېنگ حيرانونکى و.
افغانستان د لومړۍ ورځې تر پايه ٦٢ منډې کړې وې او يو لوبغاړى يې سوځېدلى و.
پخوانى کپتان نوروز منگل ښه ودرېد.
ده ٥٩ منډې وکړې او د دويمې ورځې لومړنى لوبغاړى و چې وسوځېد.
د دويمې ورځې اصلي اتل اصفر ستانکزى و.
اصغر د ورځې تر پايه ودرېد او ناسوځېدلې ١٢٧ منډې يې وکړې.
دا يې لومړى ځل دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې اصغر سليزه کوي.
افغان لوبډله د دغې څلور ورځنۍ لوبې په پوره نيمايي کې ١٥٥ منډې وړاندې ده.
په دغه برلاسي وار دمخه افغانستان ته شپږ پواينټونه ورکړل شوي دي.
خو د پاتې ١٤ پوانيټونو لپاره به په پاتې دوو ورځو کې افغان لوبغاړي غواړي چې د لومړنۍ پاڼۍ لاسبري لا ډېره کړي او په دويم ځل هم نمېبيا ژر وسوځوي.








