کریکټ د ښوونځیو نصاب کې شاملېږي

- Author, جعفر هاند
- دنده, کابل
د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې کریکټ د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ورزیات کړي.
دغه هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان د کریکټ بورډ او د ښوونې وزرات ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شوی دی.
له شک پرته چې په تعلیمي نصاب کې د کریکټ ورزیاتول دغې لوبې ته لا ډېر ځوان مینوال ورمات کړي او د دې ترڅنګ ښايي ځینې پام وړ او مهم لوبغاړي هم له دغې لارې وموندل شي.
په پام کې ده چې کریکټ له دویم ټولګي نیولې تر دوولسم ټولګي پورې په تعلیمي نصاب کې ورزیات شي.
د افغانستان د کریکټ بورډ اجراييوي مشر نور محمد مراد بي بي سي ته وویل: ''له دویم تر شپږم ټولګي پورې به زده کوونکو ته د کریکټ اساسي زده کړې ورښودل کیږي، او له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې به بیا عملي کریکټ ور ښودل کیږي چې دا د نویو لوبغاړو د موندلو او د روزلو پړاوو هم بلل کیږي''.
ښاغلي مراد وویل ډېر ژر به د دغه نوي سپورټي نصاب د چمتووالي لپاره د ښوونې وزارت او کریکټ بورډ څخه ګډه یوه کمېټه جوړه شي، کمیټه به د دغه نوي مضمون لپاره نوي ښوونکي او په کریکټ پوه کسان پیدا کوي او ځانګړي روزنه به ورکوي.
نوموړي وویل هیله یې دا ده چې کریکټ په راتلونکي تعلیمي کال کې په کابل کې په ځینو ښوونځیو کې تدریس شي او وروسته به بیا نورو ولایتونو ته هم ور وپېژندل شي.
افغان کریکټ بورډ وايي له دغه کار څخه یې هدف دا دی چې کریکټ ښوونځیو ته یوسي نه دا چې زده کوونکي د کریکټ لوبې لپاره خپل درسونه پرېږدي او له ښوونځیو د باندې را ووځي.
که څه هم ښايي ډېر وخت ته اړتیا وي چې د ښوونځیو په کچه پیاوړي لوبغاړي ترلاسه شي، خو د افغانستان د کریکټ بورډ اجراییوي مشر نور محمد مراد وايي، دوی په لنډ وخت کې د ښونځیو په کچه د کوم پیاوړي لوبغاړي موندل نغواړي، بلکې هدف یې دا دی چې راتلونکي یوه- دوه لسیزو کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د ښوونځیو له زده کوونکو لوبغاړو جوړه وي.
ښاغلي مراد وویل: ''موږ غواړو چې په راتلونکو لسو- شلو کلونو کې د ښوونځیو په کچه د حمید حسن، محمد نبي، شاپورځدراڼ، نورزو منګل او داسې نورو پیاوړو اوسنیو لوبغاړو په څېر، لوبغاړي ولرو، داسې چې کریکټ یې په افغانستان کې زده کړی وي، له ښوونځیو یې را پیل کړی وي او بلاخره په ټوله مانا د کریکټ له اړخه د افغانستان تولید وي''.

د افغانستان په اوسنۍ ملي لوبډله کې ډیرو لوبغاړو له هېواده د باندې په خاص ډول په پاکستان کې د کډوالو پر مهال دغه لوبه زده کړې دې.
افغانستان هغه هېواد دی چې په تېرې یوې لسیزې کې د کریکټ په برخه کې پام وړ او حیرانونکې لاس ته راوړنې لري، افغانانو دوه وارې په نړالو شل اوریزو سیالیو کې لوبه وکړه او و ځلیدل.
د دې ترڅنګ یې په ۲۰۰۹ کال کې د کریکټ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کولو امتیاز هم ترلاسه کړ، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د کریکټ د یوې ورځني نړیوال جام ته د لار موندلو په موخه راتلونکې اګست میاشت کې نمیبیا ته ځي چې له دغه هېواد سره خپل بخت وازمويي








