یو نیم میلیارد مینه وال به کرېکټ لوبه وګوري

د اتوهېوادونو تر منځ د کرېکټ نړیوالې لوبې به ټوله نړۍ کې نژدې یو نیم میلیارد کسان د ټلویزیون له لارې وګوري، چې د جون په شپږمه په انګلستان او ویلز کې پیلېږي. دغه لوبې د اتلانو جام یا "چیمپینز ټرافي" تر عنوان لاندې پیلېږي.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د دغو لوبو د خپرولو حقونه سټار ټلویزیون تر لاسه کړي.
له بیلا بیلو خپرندویه ادارو سره د سټار ټلویزیون د معاهدې له مخې به دغه خپرونې اسټرالیا، شمالي امریکا او کاناډا کې د ټلویزیون له لارې ولیدلې شي.
اسټرالیا کې فوکس سپورټس د دې لوبو د خپرولو حقونه تر لاسه کړي.
برتانیا کې د بي سکای بي، نیوزلنډ کې د سکای، سویلي افریقا کې د سپر سپورټس، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د لومړي ټلویزیون له لارې د دې لوبو کتل ممکن دي.
د لویدیځ هند ټاپو ګانو او امریکا کې به اي این پي ایس دغه لوبې کتونکو ته وړاندې کړي.
سټار سپورټس به د دې لوبو د خپراوي لپاره ۲۹ کامرې وکاروي، چې د ټلویزیوني کامرو نژدې ټول عصري ډولونه په کې شامل دي.
له دې سره به د غږ خپرواي لپاره ډولبي پنځه اعشاریه یو سرانوډ ساونډ سیسټم وکارول شي.
د دې لوبو په باب په ژوندۍ بڼه د تبصرو او لوبو د حال بیانولو په ډلو کې د کرېکټ یو شمېر نړیوال ماهرین او پخواني لوبغاړي شامل دي.








