سچن ټنډولکر له ای پي ایل نه لاس پر سر شو

سچن له مخکې نه له یوې ورځني او ۲۰ اووریز کرېکټ څخه د تقاعد اعلان کړی.
د عکس تشریح، سچن له مخکې نه له یوې ورځني او ۲۰ اووریز کرېکټ څخه د تقاعد اعلان کړی.

د هندوستان مشهور کرېکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر له "انډین پریمیر لیګ" نه د تقاعد اخیستو اعلان وکړ. سچن له مخکې نه له یوې ورځني او شل اووریز کرېکټ څخه د تقاعد اعلان کړی دی.

نوموړي دغه اعلان د یکشنبې په ورځ د "ای پي ایل" لوبې په پای کې وکړ.

د یادونې ده، چې د سچن لوبډلې "ممبۍ انډینز "د ای پي ایل په پایلوبه کې "چنايي سوپر" ته د ۲۳ منډو په بدل کې ماتې ورکړه او لومړی ځل یې دا بریا په برخه شوه.

سچن ټنډولکر، چې د "لیټل ماسټر "په نوم هم یادیږي، د ای پي ایل له پای لوبې وروسته، یوه ټلویزیون سره مرکه کې وویل" فکر کوم له ای پي ایل څخه د تقاعد کېدو لپاره دا غوره وخت دی. زه اوس ۴۰ کلن یم او زه باید دا ومنم."

د نوموړي په خبره د ای پي ایل شپږم سیزن د نوموړي لپاره وروستی هغه دی.

هغه زیاته کړه" د ای پي ایل شپږمه لړۍ خورا په زړه پورې وه او ما پرېکړه کړې، چې زما لپاره د دې لوبو دا وروستۍ لړۍ ده."

د ای پي ایل شپږمه لړۍ خورا په زړه پورې وه او ما پرېکړه کړې، چې زما لپاره د دې لوبو دا وروستۍ لړۍ ده.
سچن ټنډولکر
د عکس تشریح، د ای پي ایل شپږمه لړۍ خورا په زړه پورې وه او ما پرېکړه کړې، چې زما لپاره د دې لوبو دا وروستۍ لړۍ ده. سچن ټنډولکر

ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې جوړونکی سچن تېره میاشت ۴۰ کلن شو.

ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو کې په یوازې سر د ۱۰۰ سلیزو جوړولو ریکارډ هم د سچن ټنډولکر په برخه دی.

نوموړي د یوې ورځینو لوبو په لړ کې د دوو سلیزو جوړولو ریکارډ هم لري.

سچن ټنډولکر دغه سوبه د هندوستان په ګوالیار ښار کې د جنوبي افریقا خلاف لوبه کې د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ تر لاسه کړه. سچن هغه لوبه کې په ۱۴۷ توپونو د ۲۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۲۰۰ منډې بشپړې کړې.