مشرانو جرګې ۱۹ کلن کریکټ لوبغاړي ونازول

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د کریکټ نولس کلنو ملي لوبډله په مالیزیا کې د اتلولیو تر ګټلو وروسته د مشرانو جرګې له خوا هم ونازول شوه.
د مشرانو جرګې د مشر، مرستیالانو او یو شمېر غړو له لوري د افغانستان کرکټ نولسو کلونو لوبغاړو او د کریکټ بورډ ادارې چارواکو ته د سروزرو مډالونه ورکړل.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم د نولس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانستان کریکټ بورډ ادارې له لوري ستایل شوي وو.
هغې غونډې ته لوړپوړي افغان چارواکي او د ملي شورا غړي ورغلي وو.
د افغانستان د کریکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا د کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې د آسیا ایلیټ په لوبو کې د اتلولۍ له خپلولو سره زیاتره چارواکو ده لوبډله نازولې ده.
افغان لوبډلې ددغو سیالیو ټولې لوبې وګټلې او له دې لارې یې د ۲۰۱۴ کال نړیوالو اتلولیو ته یې لار ومونده




