بارسلونا وایې فبریګاس نه پلوري

سیسک فبریګاس په ۲۰۱۱ کال له ارسنال نه برسلونا فوټبال لوبډلې ته ولېږدېد
د عکس تشریح، سیسک فبریګاس په ۲۰۱۱ کال له ارسنال نه برسلونا فوټبال لوبډلې ته ولېږدېد

اسپانوي فوټبال کلب بارسلونا ویلي چې سیسک فبریګاس نه پلوري.

دفبریګاس رانیولو لپاره د انګلستان پریمیرلیګ لوبډلې مانچسټر یونایټډ د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د ۳۰ میلیونو پونډو (۴۶ میلیون ډالرو) وړاندیز کړی و، خو د بارسلونا کلب یو وار بیا د یونایټډ دغه وړاندیز رد کړ.

د بارسلونا کلب له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې د بارسلونا کلب اجرایوي مشرسانډرو روسیل د فبریګاس په پلورلو خوښ نه دی، او مانچسټر یونایټډ ته یې په ډاګه ویلي چې د فبریګاس د پلورلو اراده نه لري.

تر دې وړاندې تېره اونۍ د دغه ۲۶ کلن فوټبال لوبغاړي رانیولو لپاره ۲۵ میلیون پونډه (۳۸ میلیون ډالره) وړاندیز شوی و، خو اسپانوۍ لوبډلې یې وړاندیز رد کړی و.

د راپورونو پربنسټ، مانچسټر یونایټډ د فبریګاس ترڅنګ، د ریال مډرېډ تکړه لوبغاړي کرسټیانو رونالډو او د ټاټنهم لوبغاړي ګیرت بال پېرلو ته لېواله دی، خو لا تر دې دمه د هېڅ یو لوبغاړي په رانیولو کې نه دي بریالي شوي.

د بارسلونا نوی روزونکی

پر همدې مهال جراردو مارټینو د اسپانوي کلب بارسلونا نوی روزونکی ټاکل شوی دی.

نوموړی به د دوو کلونو لپاره د بارسلونا روزونکی وي.

د ارجنټاین ۵۰ کلن جراردو مارټینو وروسته له هغې پر دې دندې وګمارل شو، چې د بارسلونا پخوانی روزونکی ټیټو ویلانووا له خپلې دندې ګوښه شو.

نوموړی د سرطان په ناروغئ اخته دی او د درملنې په موخه یې خپله دنده پرې ایښې وه.

جراردو مارټینو پخوا د پاراګوای روزنکی هم پاتې شوی، نوموړی څلورم ارجنتاینی لوبغاړی دی چې د بارسلونا روزنکي په توګه به دنده ترسره کوي.