۱۹ کلن افغان کریکټ لوبغاړي مالیزیا ته ولاړل

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د نولس کلنو ملي لوبډله د اسیايي شورا ایلیټ جام سیالیو کې مالیزیا ته ولاړه.
د کریکټ بورډ د رسنیو دفتر وايي، دغه لوبډله به د راتلونکې مې پر درېیمه د کولالامپور په سیالیو کې ګډون کوي.
په دغو سیالیو کې ټولې لس لوبډلې ګډون کوي.
د افغانستان د نولس کلنو لوبډله په دغو سیالیو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ګډون درلود.
په سږنیو لوبو کې به د پایلوبې ګټونکې لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي.
د کریکټ ۱۹ کلنو لوبډلو راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۱۴ کال په متحده عربي اماراتو کې وي.
د افغانستان کریکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نور محمد مراد وايي، د نولس کلنو افغان لوبغاړو دغې سیالۍ کې بریا ته په تمه دی.
دی وايي، هیله من دی، چې دغه لوبډله هم د ملي لوبډلې په څېر هېواد ته ویاړ ور په برخه کړي.








