نړیوال جام سیالیو ته افغان کرېکټ لوبډله اعلان شوه

په دغې ۲۵ کسیزه لوبډله کې یو شمېر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلېدلي و ځای ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په دغې ۲۵ کسیزه لوبډله کې یو شمېر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلېدلي و ځای ورکړل شوی دی.

د ۲۰۱۲ کال د کرېکټ نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو جام او له اسټرالیا سره د نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لپاره د افغانستان کرېکټ ملي ټيم ۲۵ کسیزه لوبډله نن ( جولای/۲۸) اعلان شوه.

په دغې ۲۵ کسیزه لوبډله کې یو شمېر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلېدلي و ځای ورکړل شوی دی.

د لوبغاړو د ټاکنې د ډلگۍ سلاکار رییس احمدزی وایي ټاکل شوې ده چې د ۲۵کسیزې لوبدلې لپاره راتلونکې اوونۍ په شارجه لوبغالي کې روزنیز کمپ پیل شي او تر ۱۰ ورځو وروسته به د ۲۰۱۲ کال نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو او د اسټرالیا خلاف لوبې لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شي.

د افغانستان کرېکټ په ملي لوبډلې کې نوروز منګل کپتان، محمدنبی عیسی خیل ، کریم صادق،محمد شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری، حمید حسن، سمیع اغا،شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، اصغر ستانکزی، عزت الله دولتزی، دولت ځدران، حمزه هوتک، نسیم بړیڅ، نورعلي ځدران، رحمت شاه،شاپور ځدران، فضل نیازی، شبیرنوري، شوکت زمان، محمود شینواری، منیراحمد، جاوید احمدي، نجیب الله ځدارن او افتاب علم شامل دي.

د افغانستان په کوربه توب د اسټرالیا پر وړاندې د اګست میاشتې په ۲۵ نېټه، په شارجه کې به یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام به د سپټمبر میاشتې په ۱۸ نېټه، په سریلانکا کې پیل او د اکتوبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به دوام وکړي

.