کریکټ: استرالیا له افغانستان سره لوبه کوي

د عکس سرچینه،
- Author, جعفر هاند
- دنده, کابل
د استرالیا کریکټ بورډ وايي را روانه عیسوي میاشت به استرالیا په متحدو عربو اماراتو کې له افغانستان سره یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کوي.
د دغې لوبې په تړاو ډېر جزییات رادبره شوي نه دي، خو د استرالیا د کریکټ بورډ د اعلاميې له مخې، دا به یوه دوستانه لوبه وي.
استرالیا ویلي چې له افغانستان سره یې د لوبې هدف د افغانستان کریکټ ته وده او پرمختګ ورکول دي.
د استرالیا د کریکټ بورډ اجراييوي مشر جیمز سوترلینډ ویلي: ''د کریکټ په نړۍ کې د افغانستان له کریکټ او د کریکټ له ودې هرڅوک اغېزمن شوي دي''.
د کریکټ د نړیوالې شورا د راپور له مخې، ښاغلي سوترلینډ ویلي چې په نړیواله کچه د کریکټ د لوبې ودې او پرمختګ ته ژمن دي او کار به ورته کوي.
نوموړي ویلي: ''د دواړو هېوادونو افغانستان او استرالیا ترمنځ پیاوړي اړیکي موږ هڅوي چې څنګه د لوبې په ډګر کې د لوبې له لارې افغانان وپېژنو او ویې هڅوي.''
که له استرالیا سره د افغانستان دغه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره شي، دا به د کریکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د افغانستان دویمه لوبه وي، افغانستان په فبرورۍ کې پر پاکستان یوه نړیواله لوبه وبایلله خو، د افغانانو لوبه وستایل شوه.
تر هغې چې د پاکستان او استرالیا ترمنځ د کېدونکو لوبو مهال وېش او لوبغالی ټاکل شوی نه وي، د افغانستان او استرالیا ترمنځ د لوبې خبره لا نهايي نه ده، په پام کې ده چې پاکستان او استرالیا د ۲۰۱۲ کال تر نړیوال ۲۰ اووریز جام وړاندې شپږ شل اووریزې سیالۍ وکړي.
افغانستان د روان کال د سپتمبر په ۲۰ اووریزو نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، چې له انګلستان او هند سره مخامخ دی.
افغان لوبډله دا مهال په ایرلینډ کې ده چې له کوربه هېواد سره دوه یوه ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه وکړي، د افغان-ایرش لومړنۍ لوبه به سبا د جولای په درېیمه نېټه ترسره شي.








