سعودي اولمپیک کې ښځو ته د ګډون اجازه ورکړه

داسې راپورونه هم شته چې ښايي په راتلونکو اولمپیک لوبو کې د سعودي دلما ملحس ګډون وکړي، چې وړاندې یې د سنګاپور د ځوانانو په اولمپیک کې ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، داسې راپورونه هم شته چې ښايي په راتلونکو اولمپیک لوبو کې د سعودي دلما ملحس ګډون وکړي، چې وړاندې یې د سنګاپور د ځوانانو په اولمپیک کې ګډون کړی دی.

سعودي عرب وايي په لومړي ځل به مېرمنې ددې حق ولري، چې د اولمپيک په ډلو کې شاملې شي.

دغه اعلان د اوږدې مودې له هغې پاليسۍ نه شاته تگ دى چې سعودي عرب يې لوبو کې د بنديز له خطرسره مخامخ کړى وو.

د لندن د اولمپيک د لوبو له پيل نه څه باندې يو مياشت دمخه، سعودي چارواکي وايي د ټوپ وهلو په برخه کې به يوازې يوه مېرمن لوبې ته چمتو شي.

خو سعودي چارواکي وايي هره هغه مېرمن چې لوبو ته ټاکله کېږي، داسې جامې به اغوندې چې حيا يې خوندي وي.

بي بي سي په لندن کې د عربستان د سفارت هغه اعلامیه ترلاسه کړې، چې وايي د سعودي د اولمپیک کمېټې منلې ده، چې د اولمپیک لوبو کې به یې مېرمنې ګډون کوي.

د سعودي د اولمپیک کمیټې رییس او د ځوانانو د پالنې مشر امیر نواف بن فیصل په تېر اپریل کې ویلي وو چې د لندن اولمپیک لوبو کې به یې مېرمنې ګډون نه کوي.

خو هغه دا هم ویلي وو چې بهر کې مېشتو ښځينه سعودي لوبغاړو ته دروازه پرانیستې ده، چې ایا د لندن اولمپیک ۲۰۱۲ د ګډون بلنه ورکوي او که نه.

نوموړي په دې کې هم دا شرط اېښی و، چې ګډون کوونکې ښځې باید له اسلامي شریعت سره سمې جامې واغوندي.

د اولمپیک نړیوالې کمیټې داسې یو قانون صادر کړی، چې وايي، د اولمپیک هر ګډونوال هېواد باید لږترلږه لوبو کې یوه ښځينه ګډون کوونکې لوبغاړې ولري.

د ۲۰۰۸ اولمپیک لوبو کې د ټولو ګډونوالو هېوادونو ښځو ګډون کړی و، خو سعودي عربستان، قطر او برونای بیا خپلې لوبغاړې ور پرېنښودې.

داسې راپورونه هم شته چې ښايي په راتلونکو اولمپیک لوبو کې د سعودي دلما ملحس ګډون وکړي، چې وړاندې یې د سنګاپور د ځوانانو په اولمپیک کې ګډون کړی دی.