افغانستان له نيپال سره په کريکټ او فوټبال کې مخامخ دى


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سارک په سياليو کې په لومړي ځل نيمه پايلوبو ته رسيدلې ده.
په دغه لوبه کې چې د جمعې په ورځ ( د دسمبر نهمه) په هند کې ترسره کيږي د افغان لوبغاړو سيالي د نيپال هيواد کوي.
د هند په گاونډ کې پروت نيپال د کريکټ په لوبه کې هم د جمعې په ورځ د اسيا د کريکټ شورا د شل اوريزو سياليو په نيمه پايلوبه کې مخامخ دى.
ښايي داسې اتفاق لږ پېښ شي چې دوه هيوادونه دې په دوو جلا سياليو کې په يوۀ وخت په دوو جلا ځايونو کې يو بل ته مخامخ وي.
د نيپال فوټبال لوبډله د پاکستان، بنگله ديش او مالديپ سره په گروپ لوبو کې په دويم نمبر راغله.
نيپالي فوټبال لوبغاړو له پاکستان او مالديپ سره لوبه مساوي کړه خو له بنگله ديش څخه يو صفر وگټله.
افغان فوټبال لوبډلې بيا له هند سره لوبه مساوي کړه او له سرېلنکا او بوټان څخه يې ښه وگټله.
د کريکټ په ډگر کې بيا افغان لوبډله تر خپلو سيالو ډيره پياوړې ښکاره شوه.
افغان لوبډلې د گروپ په لوبو کې ماليزيا، بوټان، مالديپ او عمان ته په اسانۍ ماتې ورکړې.
د نيپال کريکټ لوبډلې که څه هم له اماراتو ماتې وخوړه خو په نورو لوبو کې وځليده.
د نيپال کريکټ لوبډله په خپل کور تل ځليدلې او پياوړې ښکاري.
د جمعې تر ماسپښين پورې به د کريکټ لوبې او تر ماخوستن پورې به د فوټبال پايله څرگنده شوې وي.
په نيپال او افغانستان کې به څوک پايلوبې ته رسيږي او کومې پايلوبې کې به سيالي کوي، د جمعې د ورځې تر پايه به جوت شي.








