نوروز منگل : د ژوند تر ټولو احساساتي شېبې مې وې

له هند سره د افغانستان تر لوبې وروسته د بهرنيو خبريالانو ډکې خونې ته د خبرو پر وخت کپتان نوروز منگل وويل چې د ملي سرود د غږيدا پر وخت ډيرې احساساتي شوى و او ټول لوبغاړي يې وياړيدل چې د خپل هيواد استازيتوب کوي .
نوروز منگل د هند لوبډله وستايله او ويې ويل چې کلونه کلونه يې د دوى په څير لوبغاړو ته کتلي و او دا ورته د خوښۍ ځاى و چې اوس يې ورسره لوبه کوله .
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې افغان منډه جوړونکو د باونسرو يا را اوچتيدونکي توپ سره ښه لوبه ولې نه شواى کولى ، کبير خان وويل دوى به په دې برخه باندې نور کار کوي .
افغان روزونکي کبير وويل د هند په څير بالرانو سره تر اوسه افغان لوبډله نه وه مخامخ شوې.
کبير خان وويل افغان لوبغاړو تر خپل وس هم ډيره هڅه کوله او شايد د ډيرې هڅې له دليله يې هم خپله لوبه ونه کړى شوه .
د هند کپتان دوني وويل افغانستان ښه لوبه وکړه ، که څه هم درې لوبغاړي يې ژر وسوځيدل خو بيا يې هم لوبه د پام وړ وه .
اشيش نهرا چې درې لوبغاړي يې په ١٩ منډو وسوځول د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو .
خو په سنټ لوشيا کې ډيرو خبريالانو چې پکې د هند ورځپاڼه ليکوونکي هم و په دې باور ول چې نور علي ځدراڼ ډير وځليد او بايد هغه د دې لوبې غوره لوبغاړى واى .








