کریکټ او سینما ، اى پي ايل او هندي فلمي ستوري

- Author, م. محبوب
- دنده, افغان ورځپاڼه ليکونکى په نوي ډيلي کې
د تېرې جمعې پر ورځ ( مارچ پر ۱۲ نېټه) د نوې ممبيي په ډي وای پاټېل لوبغالي کې د هند دکریکټ کلنۍ شل اوریزې لوبې پیل شوې .
په ۲۰۰۸ کې دهندوستان دکریکټ بورډ مرستیال لالیت مودي د آی پي ایل د لوبو بنسټ کېښود چې اوس يې مشر هم دی .
د ۲۰۰۹ کال لوبې د امنیتي ستونزو له امله دهند پرځای په سویلي افریقا کې تر سره شوې وې خو سږ کال بېرته په هند کې پیل شوې .
په دغو لوبو کې د هندوستان د بېلابېلو ایالتونو او سوداګریزو شرکتونوپه استازیتوب اته لوبډلې سره لوبېږي .
هره لوبډله له شخصي مالي ملاتړ څخه برخمنه ده چې په دې کې د هندي سینما وتلي ستوري شاه روخ خان ،جوهي چاوله ، شیلپا شیټي ، پریتي زېنټا او د هند ستر پانګوال مکیش امباني هم شامل دي .
همدارنګه دهرې لوبډلې څښتن کولی شي په خپله خوښه هندي یا بهرني لوبغاړي د بولۍ یا دوبازۍ له لارې خوښ کړي او د پیسو په ورکولو سره یې په خپله لوبډله کې شامل کړي .
د یادونې وړ ده چې د سږ کال په جنوري کې د لوبغاړو د بولۍ پرمهال د پاکیستاني لوبغاړو د نه اخیستلو له امله د پاکیستان اوهند ترمنځ یو څه ناندرۍ هم راپورته شوې وې .
دوه ميلياده ډالره
د آی پي ایل لوبو په دې دریو کلونو کې په هندوستان او نوره نړۍ کې دومره زیات مينه وال وموندل چې د دې لوبو د کاروبار کچه یې تر دوه میلیارده امریکایي ډالره پورې پورته کړه او همدارنګه دهرې لوبډلې بیه له سل میلیونو ډالرو هم پسې پورته شوه .
د کتونکو په اند ښايي د دې یو لامل دا وي چې د هندي سینما وتليو ستوريو کریکټ ته مخه کړې او برخه په کې اخلي نو له همدې امله په هند کې د دې لوبو پر مهال خلک په سینماګانو کې د فلمونو پرځای د کریکټ د لوبو ننداره کوي .
د مهال وېش له مخې به دغه لوبې ۴۵ ورځې روانې وي او د نیمه پایلوبو او پایلوبې په ګډون به ۶۰ لوبې دهندوستان دبېلا بېلو ښارونو په لوبغالوکې تر سره شي .
که د لوبې د ډگر گټونکې هره لوبډله وي تر پايلوبې وروسته به معلومه شي خو سر له اوسه اصلي گټونکي فلمي ستوري دي چې په خپلې پانگونې ، نوم او د خلکو د جذبولو په توان يې اى پي ايل يا انډين پريميرليگ ته نوې روح ورپوکولې ده .








