د کرېکټ اسیا جام؛ شري لنکا افغان لوبډلې ته په دوو منډو ماتې ورکړه

Afghanistan Cricket Board

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې او شري لنکا تر منځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو اسیا جام سیالیو په لړ کې لوبه شري لنکا د دوو منډو په توپير وګټله.

شري لنکا لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اوروونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره افغان لوبډلې ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه او افغان لوبډلې بیا د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۸۹ منډې وکړې.

د شري لنکا لوبډلمشر د نن لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

محمد نبي په حیرانونکي توګه لوبه د افغانستان په ګټه وڅرخوله. نوموړي په د ۲۳ توپونو له لوبولو وروسته ۶۵ چټکې منډې وکړې.

د محمد نبي د چټکې لوبې پرمټ د افغان لوبډ‌لې لپاره هغه هدف ته رسېدل شوني معلومېدل چې ۲۹۲ منډې باید په ۳۷ اعشاریه یو اوور کې پوره کړي، خو له هغه وروسته افغان لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او نه یوازې هغه هدف ته و نه رسېدل، بلکې لوبه یې هم بایلوده.

له دې مخکې رحمان الله ګربز په ۴ ابراهیم ځدراڼ په ۷ او ګلبدین نایب په ۲۲ منډو اوټ شول.

د شري لنکا لوبغاړو ترمنځ کسال منډیس تر ټولو ډېر ۹۲ منډې وکړې او د راشد خان له خوا اوټ شو. راشد خان دوه نور لوبغاړي هم وسوځول.

ګلبدین نایب نن په توپ اچونه کې ښه ثابت شو او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. مجیب الرحمن هم یو لوبغاړی اوټ کړ.

د شری لنکا لومړی لوبغاړی ډیموت کرونارټني ګلبدین نایب اوټ کړ. هغه ۳۲ تېزې منډې کړې وې چې شپږ پکې څلوریزې وې.

تر اوسه هند، پاکستان او بنګله دېش د اسیایي جام لوبو دویم پړاو ته لار موندلې، تر نننۍ لوبې وروسته به معلومه شي چې افغانستان کې شري لنکا دویم پړاو یا په څلور غوره لوبډلو کې راځي.‌