تکواندو؛ افغانستان په نړیواله کچه له ۱۱۰ ځایه ۲۹ مقام ته لوړ شو

د عکس سرچینه، ATF
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان تکواندو فدراسیون وايي د تکواندو وروستیو نړیوالو درجه بندیو له مخې افغانستان ۲۹ ځای خپل کړی دی.
وړاندې تر دې افغانستان په دغه نوملړ کې ۱۱۰ ځای درلود. خو په وروستیو کې په ازربایجان کې د تکواندو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون او یو شمېر بریاوې د پام وړ وې.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وايي افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو یوولسو نومرې یا امتیازونه وګټل.
په دغو سیالیو کې د ۱۴۴ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.
په باکو کې د تکواندو نړیوالو سیالیو څخه یوازې ۲۴ هېوادونه د مډالونو په ګټلو بریالي شول او پاتې ۱۲۰ هېوادونه د مډالونو په ګټلو کې پاتې راغلل چې افغان لوبډله هم پکې وه، خو افغان لوبغاړو خپل یو شمېر لوبې وګټلې، په ځانګړې توګه علي اکبر امیري، محسن رضايي او امېد سهاک وتوانېدل چې خپلې ځینې لوبې وګټي.
د باکو نړیوالو سیالیو ته د ۲۱۰ غړو هېوادونو له ډلې د ۶۶ هېوادونو لوبغاړي نه وو ورغلي.
افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د نړۍ په کچه ۱۴ ځای نیولی و، خو په ۲۰۰۹ کال کې یې په بیساري ګام سره اتم ځای خپل کړ.
وروسته د یو شمېر ستونزو او دغه ورزش ته د نه پاملرنې له کبله د افغانستان تکواندو په نړۍ کې له ۱۴ ځایه ۱۷۰ مقام ته راښکته شو، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې یې په نړۍ کې ۶۷ مقام خپل کړ خو اوس یې یو ځل بیا ستر مزل وهلی او په ډېر لوړ پرمختګ سره په نړۍ کې ۲۹ مقام خپل کړی دی.
د ازربایجان په سیالیو کې سویلي کوریا لومړی، کرووشیا دویم، ترکیې درېیم، ایټالیا څلورم او عاج ساحل د نړۍ د تکواندو د پنځم غوره ځواک لقبونه خپل کړل.

د عکس سرچینه، ATF
دغو سیالیو ته ټول ۹۲۱ لوبغاړي ورغلي چې اوه تنه په کې افغان لوبغاړي هم وو.
د افغان لوبغاړو لومړۍ ستونزه د ویزو ترلاسه کول وو، ځکه دوی د لوبو له پیل یوازې دوه ورځې مخکې د ازربایجان ویزې ترلاسه کړې، دغې چارې د دوی پر چمتوالو او لوبو خپل اغېز درلود.
افغان لوبغاړو خپله یوه لوبه پر وخت د لوبې ډګر ته د نه رسېدو له امله له لاسه ورکړه.
بله دا چې له افغانستانه هېڅ ښځینه لوبغاړې په دغو سیالیو کې ګډون نه و کړی، چې دا هم د مډالونو ترلاسه کولو او هم درجه بندۍ کې خپل اغېز لري.
یو بل افغان فرزاد منصوري هم په دغو لوبو کې ګډون کړی وو خو د افغانستان په استازیتوب نه بلکې د نړۍ د کډوالو تکواندو فدراسیون په استازیتوب په دغو لوبو کې لوبېده.
دغه لوبې د مې پر ۲۸ پیل او د جون میاشتې تر څلورمې یې دوام وکړ.
تکواندو یوازینۍ ورزشي لوبه ده چې افغانستان په کې د اولمپیک نړیوالو سیالیو دوه مډالونه لري.









