کرېکټ شل اوریز نړیوال جام: د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبه لغوه شوه

دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې لغوه کېږي.
د عکس تشریح، دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې لغوه کېږي.
    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي - اسټرالیا

مېلبورن کې د باران له امله د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د کرېکټ لوبه لغوه شوه. افغانستان نن د نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې ایرلنډ سره مخامخ وو.

دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. له دې پایلې وروسته اوس افغان لوبډله دوه نمرې لري او د الف ګروپ په پای کې دي.

د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي د لوبې لغوه کېدو له اعلان وروسته وویل:

''ناهیلې کوونکې ده چې دویمه پرله پسې لوبه مو لغوه شوه. ډېر افغان مینه وال راغلي وو چې خپل لوبغاړي وګوري او ملاتړ مو وکړي. موږ نننۍ لوبې ته چمتو وو خو باران دی او زموږ کنټرول کې نه ده. ''

دا روان نړیوال جام کې د افغانستان پرله پسې دویمه لوبه ده چې د باران له امله لغوه کېږي.

د افغانستان تېره لوبه چې دوه ورځې وړاندې نیوزیلنډ سره هم د باران له امله لغوه شوې وه چې پایله کې یې دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوې وه.

افغانستان او ایرلنډ دواړو د نړیوال جام په الف ګروپ کې دي. ایرلنډ د نننۍ لوبې د لغوه کېدو سره اوس درې نمرې لري چې د الف ګروپ دویم مقام ته پورته شول.

په مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې به نن ماښام د اسټرالیا او انګلنډ تر منځ لوبه وشي. د باران له امله د هغې لوبې د اغېزمنېدو اندېښنې هم شته.

د افغانستان راتلونکې لوبې

کرېکټ

افغان لوبډله به سبا د اسټرالیا برېزبېن ښار ته سفر کوي. د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱مه نېټه به افغان لوبډله روزنیز کمپونه ولري او د نومبر په لومړۍ نېټه به د نړیوال جام په خپله څلورمه لوبه کې سریلنکا سره مخامخ شي.

سریلنکا څو میاشتې وړاندې د اسیا کپ جام ګټلی وو خو دې نړیوال جام کې یې د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو کې تر اوسه یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې.

افغان لوبډلمشر محمد نبي وویل خپلو راتلونکو لوبو ته سترګې پر لار دي.

ده زیاته کړه:

''برېسبېن او اډېلېډ ښارونو کې خپلو راتلونکو دوو لوبو ته سترګې پر لار یو. په دې هیله چې هغه لوبې وشي. موږ به سریلنکا سره له لوبې وړاندې روزنه وکړ او هغې لوبې ته به ځان چمتو کړو. ''

افغانستان لپاره د سریلنکا پر وړاندې لوبه مهمه ده ځکه دوی که هغه لوبه وګټلی شي نو الف ګروپ کې به یې دریځ پیاوړی شي او خپله وروستۍ لوبه کې به چې اسټرالیا سره مخامخېږي د دې فرصت ولري چې کوربه لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبو ته لار ومومي.

افغان مینه وال

کرېکټ

مېلبورن کرېکټ لوبغالي ته نن هم لسګونه افغان مینه وال راغلي وو. زه چې له ځینو سره وغږېدلم نننۍ لوبې ته یې هیله دا وه چې د باران له امله به لغوه نه شي تر څو دوی وکولی شي خپل لوبغاړي د لوبې پر مهال وګوري.

افغان مینه والو کې واړه ماشومان، لویان، ښځې او سړي وو چې دودیزې افغان جامې یې په تن وې او د افغانستان بیرغونه ورسره وو.

مېلبورن کې تېرې لوبې ته هم زرګونه افغان مینه وال راغلي وو خو لوبه ونه شوه او دا د دوی لپاره زړه ماتوونکې ده ځکه د مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې نړیوال جام پر مهال د خپلې لوبډلې لوبه ننداره کول هر کله نه پېښېږي.

'' د لوبو لغوه کېدل مو په ګټه نه دي ''

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس احمدزي پرون بي بي سي ته ویلي وو چې د کرېکټ نړیوال جام پر مهال د باران له امله د لوبو لغوه کېدل له افغان لوبغاړو دا فرصت اخلي چې د پیاوړو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې د لوبېدو تجربه ترلاسه کړي.

رئیس احمدزي پرون د افغان لوبډلې د تمرین پر مهال وویل چې د اسټرالیا، نیوزیلنډ او نورو لویو لوبډلو سره لوبېدو ته یې لوبغاړي او د کرېکټ‌ مینه وال تل منتظر وي.

Keyframe #1

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان کرېکټ لوبډله له نړیوال جام، اسیا کپ او د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د تنظیمو شویو لویو سیالیو ورهاخوا نور ډېر فرصت نه مومي چې له پياوړو لوبډلو لکه هند، اسټرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ او پاکستان سره دوه اړخیزې لوبې وکړي.

ښاغلي احمدزي همدې ته په اشاره وویل چې د لوبې لغوه کېدو له امله ترلاسه شوې یوه نمره دومره ګټوره نه ده چې د لوبېدو له لارې د ترلاسه کېدونکې تجربې سره پرتله شي.

رئیس احمدزي د ایرلنډ په تړاو وویل چې انګلنډ ته په ماتې ورکولو یې ډېرې لوبډلې هیښې کړې او دا چې نننۍ لوبه به ورته اسانه نه وي.

که افغانستان نن ایرلنډ سره خپله لوبه وګټلی شي نو دا به الف ګروپ کې د لوبډلو تر منځ سیالي خورا سخته کړي، ځکه یوازې دوه لوبډلې کولی شي له دې ګروپه د نړیوال جام نیمه پایلوبو پړاو ته ووځي.