د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه د باران له امله لغوه شوه

د کرېکټ نړیوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لوبه لغوه اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.
دا لوبه چې د مېلبورن په کرېکټ لوبغالي کې کېده، دې نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو دویمه لوبه وه.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه انګلنډ ته بایللې وه او نیوزیلنډ بیا خپلې لومړۍ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.
مېلبورن کې له سهار راهیسې په دمې دمې باران اورېده او د نن ورځې لومړۍ لوبه چې د انګلنډ او ایرلنډ تر منځ وه هم اغېزمنه کړې وه.
افغانستان او نیوزیلنډ دواړه الف ګروپ کې دي چې د نړیوال جام سخت ګروپ ګڼل کېږي.
د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې راتلونکې څو ورځې هم د باران اټکل شوی.
همدې لوبغالي کې به د جمعې په ورځ د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبه وشي چې د باران له امله د هغې لوبې د اغېزمنېدو اندېښنې هم شته.
لوبې ته چمتووالی

د عکس سرچینه، Getty Images
له لوبې وړاندې د روزنې پر مهال د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي ویلي وو چې لوبډلې یې انګلنډ ته له بایللو زده کړه کړې او د تېرو دوو ورځو په روزنیز کمپ کې یې په هماغو اړخونو تمرکز کړی چې انګلنډ سره په لوبه کې ښه نه وو.
ده یو اړخ د توپ وهنې یا بیټېنګ ډګر یاد کړ او ویې ویل چې هیله من دی چې د نړیوال جام راتلونکو لوبو کې به ښه وځلېږي.
محمد نبي زیاته کړه: ((لومړۍ لوبه کې مو ستراتېژي دا وه چې د بیټېنګ پر مهال وروستیو پنځو یا شپږو اورونو لپاره وېکټې ولرو او په چټکۍ منډې وکړو خو داسې ونه شول او همدا لامل وو چې موږ لږ تر لږه ۲۰ یا ۲۵ رنزونه په هغه لوبه کې کم وکړل))
انګلنډ سره د لوبې پر مهال د هغوی تېزو توپ اچوونکو په ځانګړي ډول سام کرن او مارک ووډ افغان توپ وهونکو ته سر خوږی جوړ کړی وو.
سام کرن پنځه لوبغاړي سوځولي وو او مارک ووډ بیا نژدې ۱۵۵ کیلومتره په ساعت سرعت سره بالېنګ کاوه.
د نیوزلنډ لوبډله اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته الف ګروپ کې ښه دریځ کې ده.
د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټرېنټ بولټ پرون د افغانستان په اړه ویلي وو چې ورو توپ اچوونکي یې خورا پیاوړي دي او پر مټ یې افغانستان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شي.










