اسيا جام: شري لنکا له افغانستانه په څلورو وېکټو لوبه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ اسيا جام سياليو د دويم پړاو لومړۍ لوبه کې شري لنکا افغانستان ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه.
دغه سيالي چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه يې شري لنکا وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.
افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې وکړې چې شري لنکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د وروستي اور په لومړي توپ بشپړې کړې.
د افغانستان لپاره رحمان ګوربز ښه لوبه وکړه او چټکې ۸۴ منډې يې جوړې کړې. د ده تر څنګ ابراهيم ځدراڼ ۴۰، نجيب الله ځدراڼ ۱۷ او حضرت الله ځاځي ۱۳ منډې جوړې کړې.
د شري لنکا ديشان مدوشنکا دوې، مهېش تېکشنا او اسيتا فرننډو يوه يوه وېکټه واخيسته.
د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان مجيب ځدراڼ، دوې، نوين الحق دوې، راشد خان يوه او محمد نبي يوه وېکټه واخيسته.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، کريم جنت، راشد خان، عثمان شينواری، نوين الحق، مجيب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي ولوبېدل.

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان چې د اسيا جام سياليو دويم پړاو ته وتلی مخکې يې شري لنکا ته په اتو وېکټو لويه ماته ورکړې وه. دويمه لوبه يې له بنګله دېش هم په لوی توپير ګټلې وه.
په اسيا جام کې هند تر نورو لوبډلو قوي ښکاري، دې هېواد وړاندې اووه ځله د اسيا جام اتلولۍ ګټلې دي. شري لنکا بيا پنځه وارې اتله شوې ده.
خو پاکستان او افغانستان هم له پامه نه شي غورځول کېدی، دغو هېوادونو په شارجه او ابوظبۍ لوبغالو کې ګڼې سيالۍ کړې او د دې ځايونو له پېچونو او هوا سره بلد دي.
که څه هم د افغانستان قوي نقطه د راشد خان په مشرۍ سپېن يا ورو بالېنګ دی خو اوس د نوي روزونکي جانتن ټراټ تر لارښوونې لاندې تمرکز تر ډېره پر توپ وهنې دی.









