کرېکټ آسیا جام: افغانستان دویم پړاو کې څومره چانس لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حمید شجاع
- دنده, بي بي سي، لندن
د کرېکټ آسیا جام سیالیو د دویم پړاو لوبې نن (شنبه) د افغانستان او شري لنکا ترمنځ لوبې سره پیلېږي. دواړه لوبډلې د دې سیالیو په لومړي پړاو کې هم سره مخامخ شوې وې او افغانستان هغه لوبه په لوی توپیر ګټلې وه.
نو ویلی شو چې افغانستان لږ تر لږه شري لنکا سره د لوبې کولو او ترېنه د لوبې ګټلو تجربه او روحي برلاسی لري.
خو کرېکټ کې ځینې وخت ماتې یا بایله د برعکس یا مثبت غبرګون لامل هم کېږي، ځکه لوبغاړي او لوبډلې هم د عامو مینه والو په څېر د خپګان او ملامتۍ احساس کوي او غبرګون ښیي.
د شري لنکا سره هم همداسې وشول او خپله دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش پر وړاندې د ۱۸۳ منډو لوی هدف ترلاسه کړ او لوبې ګټلو سره یې دویم پړاو ته لار ومونده.
له افغانستان سره لوبه کې د شري لنکا د ماتې لامل د دوی خرابه توپوهنه یا بټنګ و، خو دوی به دا ځل ونه غواړي چې افغانستان ته په هغومره اسانۍ میدان ور پرېږدي لکه په لومړۍ لوبه کې.
بله خوا د افغانستان لپاره له شري لنکا د لوبې ګټل ځکه مهم دي چې ورپسې دوه لوبې یې د پاکستان او هند په څېر نسبتاً پیاوړو لوبډلو سره دي.
نو طبعاً افغان اتلان به هڅه کوي چې دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه وګتي، بیا د پاکستان او هند پر وړاندې له مثبتې روحیې سره او له کوم فشار پرته میدان ته ورشي او سیالي وکړي.
یو بل ټکی چې بې له شکه دویم پړاو کې د افغانستان په ګټه نه دی هغه دا دی چې له پاکستان او هند سره د لوبو ترمنځ د دمې لپاره وخت نه لري، ځکه د سپتمبر پر اوومه نېټه له پاکستان او پر اتمه نېټه له هند سره لوبه کوي.
د افغانستان د کرېکټ مینه والو پر خواله رسنیو پر دې خبره اعتراض هم کړی او پر 'آسیا کرېکټ فدراسیون' یې نیوکه کړې چې افغان لوبډلې ته یې د دوو سختو لوبو ترمنځ د دمې او چمتووالي لپاره ورځ نه ده ورکړې.
بالنګ د افغانستان د بري راز کېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان لومړي پړاو کې خپلې دواړه لوبې د ښه بالنګ یا توپ اچونې له کبله وګټلې، ځکه مجیب ځدارڼ، راشد خان، فضل فاروقي او نورو د شري لنکا او بنګله دېش لوبډلې په ډېر کمو منډو وسوځولې.
د توپووهنې یا بټنګ برخه کې افغانستان لا هم له هماغې ستونزې کړېږي چې له کلونو ورسره مخ دی، یعنی توپوهونکي یې نشي کولای چې پرلپسې لوبو کې ښې منډې وکړي.
بل مهم ټکی دا دی چې د لومړي پړاو لوبو کې د افغانستان لپاره هدفونه کوچني وو، ځکه نو ټولو توپوهونکو ته د لوبې کولو فرصت برابر نشو.
اوس دویم پړاو کې به د افغانستان لپاره اسانه نه وي چې د پاکستان او هند په څېر لوبډلو نه په لوی توپیر لوبې وګټي، ځکه دواړه د نړۍ په کچه پیاوړې لوبډلې دي او لومړي پړاو کې یې هم ښه لوبه کړې ده.
د هند توپوهونکي د راشد خان، محمد نبي او مجیب له بالنګ سره یو څه بلد هم دي، ځکه په 'ای پي اېل' لوبو کې ډېر ورسره مخامخ شوي دي.
خو همدا ټکی د افغانستان په ګټه هم کېدلی شي، ځکه دا بالران هم ویلی شو چې د هند د توپوهونکو په کمزورۍ ښایي خبر وي.
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لوبه ښایي په بشپړه توګه جلا بڼه ولري، ځکه په تېر کې چې دا دواړه لوبډلې مخامخ شوي نو د افغان کرېکټ ټول مینه وال له احساساتي پلوه پکې ښکېل شوي.
آن پخپله افغان لوبډله هم چې په تېر کې د پاکستان پر ضد لوبېدلې نو له ورایه ښکارېده چې لوبغاړي یو څه احساساتي وو، یا په بله معنا تر فشار لاندې وو.
که افغان لوبډله غواړي چې پر پاکستان برلاسې شي نو خورا مهمه ده چې لږ تر لږه لوبغاړي له اړتیا یا اندازې زیات احساساتي نشي، بلکې له یو روښانه پلان سره او له فشار پرته لوبه وکړي.
که بحث راټول کړو، دویم پړاو کې د افغانستان لپاره د شري لنکا پر وړاندې لومړۍ لوبه ګټل خورا مهم دي، ځکه ښایي همدا یې پایلوبې ته د رسېدو تر ټولو اسان چانس وي.
که یې لومړۍ لوبه وګټله نو دا بالکل شونې ده چې دویمه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړي او پایلوبې ته د رسېدو چانس ومومي.

د عکس سرچینه، ACB
که داسې کېږي د هند پر وړاندې درېیمه لوبه کې به پر افغان لوبډله ډېر فشار نه وي، او چې فشار نه وي نو افغان اتلان پر خپله ښه ورځ او په شل اوریز کرېکټ کې د نړۍ هره لوبډله ماتولی شي.
پایلوبې ته رسېدل به د افغانستان لوبډلې او افغان کرېکټ لپاره تاریخي او آن ښایي برخلیک بدلوونکې شېبه وي.
نړۍ کې د کرېکټ ډېری شنونکي دا مني چې افغانستان شل اوریز کرېکټ کې خورا پیاوړې لوبډله لري، خو تل ټینګار کوي چې اوس باید افغانان (بل پړاو) ته ګام واخلي.
له بل پړاو نه یې مطلب دا دی چې د نړۍ پیاوړې لوبډلې ماتې کړي او په لویو سیالیو کې تر پایلوبو یا وروستیو پړاوونو ورسېږي.
که داسې وي نو بویه چې روان آسیا جام د افغانستان لپاره بهترین فرصت وي چې د خپل لوبیز سفر یو مهم ګام واخلي او پرمختګ وکړي.
د افغانستان د لا ځلېدو په هیله، او په دې تمه چې د افغان کرېکټ مینه وال به هغې تاریخي ورځې ته نور ډېر انتظار ونکړي.












