کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په ۲۷ منډو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان لوبډلې او ايرلنډ تر منځ د کرېکټ څلورمه شل اوريزه سيالۍ کې افغانستان ايرلنډ ته په ۲۷ منډو ماته ورکړه او د لوبو لړۍ يې دوه دوه مساوي کړه.

دغه لوبه چې د باران له امله ۱۱ اورونو ته راټيټه شوې، پچه يې ايرلنډ وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې وکړې چې ايرلنډ ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۱۰۵ منډو وسوځېده.

د افغانستان لپاره نجيب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او پنځوسيزه يې بشپړه کړه. د ده تر څنګ راشد خان چټکې ۳۱ منډې وکړې او رحمان الله ګوربز ۲۴ منډې ترسره کړې.

د توپ اچولو په برخه کې د افغانستان لپاره فريد ملک درې، نوين الحق او راشد خان دوې دوې او عظمت الله عمرزي يوه وېکټه واخيسته.

د ايرلنډ لپاره جورج ډاکرېل ۴۱، پاول سټرلېنګ ۲۰ او انډي بالبرني ۱۵ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، نوین الحق او شرف الدين اشرف د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د افغانستان له لوري لوبېږي.

فضل الحق فاروقي چې په تېره لوبه کې ټپي شوی په نننۍ لوبه کې يې پر ځای فرید احمد لوبېږي او د عثمان غني پر ځای شرف الدين اشرف غوره شوی دی.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې ټولټال پنځه لوبې وکړي، چې تر دې مهاله دوې ايرلنډ او يوه افغانستان ګټلې ده.

ټاکل شوې وروستۍ لوبه به د اګست پر اوولسمه نېټه ترسره شي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستوري شته، خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي،‌ او تر هغه وروسته به اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي.

ډېری شنونکي په دې باور دي‌ چې د ایرلنډ شنې او تېزې وېکتې به د نړیوال جام لپاره چمتووالي کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړي.