امریکایۍ قاضۍ د رونالډو خلاف د جنسي تېري قضیه رد کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې یوې قاضۍ د نړۍ په کچه د فوټبال پېژندل شوي پورتګالي ستوري کرېسټیانو رونالډو خلاف د جنسي تېري د ادعا قضیه رد کړې ده.
قاضۍ جېنیفر ډورسي دا پرېکړه ځکه کړې چې د جنسي تېري د مدعۍ "کاترین مایورګا" وکیل د قضیې پرانیستلو لپاره غلا شوي شواهد رامخ کړي وو.
کاترین مایورګا ادعا کړې چې ګواکې د مانچستر یونایټډ دغه لوبغاړي پرې په ۲۰۰۹ کال د لاس وېګاس یوه هوټل کې جنسي تېری کړی.
رونالډو دا ادعا رد کړې او تر اوسه رسمآ دې قضیه کې نه دی تورن شوی.
د رپوټونو له مخې اغلې کاترین په ۲۰۱۰ کال رونالډو سره له قضایي سیستم بهر په ۳۷۵ زره ډالرو جوړجاړی کړی و، خو اوس پر دغو پېسو میلیونونه نورې هم غواړي.
نوموړې وایي هغه مهال د دې پېښې له کبله له روحي پلوه ښه وضعیت کې نه وه او داسې یې انګېرله چې ګوندې د دغه جوړجاړي منلو لپاره تر فشار لاندې ده.
قاضۍ 'جېنیفر ډورسي' لیکلي د اغلې مایورګا د وکیل 'لېسلي سټووال' لخوا کارول شوي اسناد او مالومات په غلطه لار ترلاسه شوي، محرم او له کارېدو خوندي دي.
هغې زیاته کې چې وکیل د قضیې پرمخ وړلو لپاره په "بد نیت" د دغو غلا شویو او خوندي اسنادو په بیا بیا کارولو سره ښاغلي رونالډو ته زیان رسولی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې امریکایي څارنوالانو ویلي و د مشهور فوټبالر رسمآ نه تورنېږي، ځکه د هغه خلاف شوې ادعاوې شکمنې دي او نشي ثابتېدلی.
لاس وېګاس کې د کلارک کاونټي ناحیې څارونوالۍ ویلي اغلې مایورګا که څه هم په ۲۰۰۹ کال د تېري راپور وکړی و خو له دې یې انکار کاوه چې د پېښې ځای او تېری کوونکی په ډاګه کړي.
دا کار د دې لامل شوی و چې پولیس هغه مهال په دې تړاو "کارنده څېړنې" ونشي کړای.
خو په ۲۰۱۸ کال بیا هم د هغې پر غوښتنه د دغو ادعاو په اړه څېړنې وشوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني دېر شپیګل مجلې په ۲۰۱۷ کال یوه رپوټ کې وویل چې اغلې مایورګا په ۲۰۱۰ کال له کرېسټیانو رونالډو سره له رسمي سیستمه بهر پر دې جوړجاړی کړی چې هېڅکله به دا تورونه په عام محضر کې نه مطرح کوي.
د کاترین مایورګا وکیل وايي نوموړې د (#زه-هم) له کمپاین نه په الهام اخیستو د دې قضیې د بیا پرانیستلو تکل کړی.
کرېسټیانو رونالډو له کاترین ماریوګا سره د لاس وېګاس هوټل کې لیدنه نه ردوي، خو ویلي یې دي هلته چې د دوی ترمنځ څه شوي، د دواړو په خوښه شوي دي.
بي بي سي عمومآ د جنسي تېري د قربانیانو نومونه نه یادوي، خو اغلې مایورګا اجازه ورکړې چې نوم دې یې واخیستل شي.









