۱۹ کلنو اسيا جام: افغانستان متحده عرب اماراتو ته په ۱۴۱ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دوبۍ کې د اسیا جام سیالیو کې متحدو عربي اماراتو ته د ۱۴۱ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه متحدو عربي اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
افغانستان د ټولو پنځوسو اورونو له لوبې وروسته نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹۴ منډې یې وکړې. په ځوابي لوبه کې متحده عربي امارات ټوله لوبډله د لوبې په ۱۵ اوور کې د ۵۴ منډو له جوړولو وروسته له لوبغالي بهر شوه.
د افغانستان له لوري الله نور تر ټولو ډېرې ۱۰۰ منډې وکړې. نوموړي دا منډې له ۱۲۳ توپونو ترلاسه کړې او ناسوځېدلی پاتې شو. الله نور د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د متحدو عربي اماراتو نیلانش کیسواني تر ټولو ډېرې درې ویکټې ترلاسه کړې. همدې نیلانش کیسواني د متحدو عربي اماراتو له لوري تر ټولو ډېرې ۱۵ منډېهم وکړې.
د افغانستان لپاره بلال سمیع، خلیل احمد، درې - درې، اظهارالحق دوې او نور احمد یوه وېکټه ترلاسه کړه. افغانستان د دې لوبې له ګټلو سره دوه پواینټونه ترلاسه کړل.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې يوه لوبه د پاکستان پر وړاندې بايللې وه.
په دې سياليو کې د افغانستان راتلونکې لوبه دوشنبې د ډسمبر پر ۲۷ نېټه د هند پر وړاندې ده.












