ټسټ لوبه: راشد خان پر دویمه ورځ د بنګله دېش توپوهونکي سر بداله کړل

راشدخان

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د افغانستان او کوربه هېواد بنګله دېش ترمنځ دویمه ټسټ لوبه په چټګورام ښار کې روانه ده او نن د لوبې پر دویمه ورځ هم افغان لوبډله برلاسې ښکاري.‌ د جمعې پر سهار اصغر افغان او افسر ځاځي د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ لوبه یو ځل بیا له ۲۷۱ منډو پیل کړه.‌

خو دواړه ډېر پر وېکټه پاتې نه شول. اصغر افغان خپلې سلیزې ته نږدې شو خو په ۹۲ منډو وسوځېد. افسر ځاځي هم په ۴۱ منډو خپله وېکټه وبایلله.

په وروستیو اورونو کې کپتان راشد خان د افغانستان لپاره چټکې ۵۱ منډې وکړې او د افغانستان ټول سکور یې ۳۴۲ ته ورساوه.‌

ورپسې بنګله دېش خپله پاڼۍ پیل کړه.‌ یامین احمدزي په لومړي اوور کې شادمان اسلام په صفر وسوځاوه. ورپسې محمد نبي د دویم اوپنر سومیا سرکار وېکټه واخیسته.‌

افغان کرېکټ لوبډله

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET

خو د افغانستان لپاره اصل کمال کپتان راشد خان وکړ.‌ نوموړي‌ د بنګله دېش څلور لوبغاړي‌ یو په بل پسې وسوځول او د کوربه هېواد د توپوهنې ملا یې ماته کړه.

یو مهال د بنګله دېش ۸ لوبغاړي یوازې په ۱۴۸ منډو سوځېدلي وو، خو مصدق حسین او تاج الاسلام د نهمې وېکټې لپاره د ۴۸ منډو ملګررتیا وکړه او د بنګله دېش پاڼۍ یې یو څه راسمه کړه. ‌

دوی دواړه د دویمې ورخې لوبې تر پایه نا سوځېدلي پاتې شول او بنګله دېش د ۸ وېکټو بدل کې په ۱۹۴ منډو د دویمې ورځې لوبه ختمه کړي. په دې حساب افغانستان دا مهال پر بنګله دېش د ۱۴۸ منډو برلاسی لري.

بل لور ته د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو لوبو ټورنامنټ لپاره هم افغان ملي‌ لوبډله نن له کابله بنګله دېش ته روانه شوه.

دا سیالۍ به د روانې سپتمبر میاشتې پر دیارلسمه نېټه پیلېږي.‌