افغانستان کې په نوې بڼه کرېکټ پیلیږي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېکټ د اوسنیو مشهورو ټولو لوبو سره ددې لوبو توپیر دا دی چې شل اوریزې دي، خو هر اوور يې پنځه توپه او لوبډله يي اته لوبغاړي لري.

د افغان ملي لوبډلې تېز توپ اچونکي حمید حسن د کرېکټ بورډ په همکارۍ په نوې بڼه د کرېکټ لوبو جوړلو بنسټ ایښی دی.

نوموړی وايي ددې سیالیو چې د ' last man stand' په نوم یادیږي، د جوړېدو جواز یې ترلاسه کړی دی.

د کرېکټ د اوسنیو مشهورو ټولو لوبو سره ددې لوبو توپیر دا دی چې شل اوریزې دي، خو هر اوور يې پنځه توپه او لوبډله يي اته لوبغاړي لري.

حمید حسن د کرکټ د دغې بڼې په اړه بي بي سي ته وویل: "ددې لوبو ګټې ډېرې زیاتې دي. په دغه نورو لوبو کې چې جهان کې کیږي قوانین یې ډېرزیات مختلف دي."

ددې لوبو په وروستیو کې چې که یو یوازې لوبغاړی هم پاتې وي، کوای شي بیټنګ وکړي.

په دې سیالیو کې توپ اچوونکی لومړی ځل وایټ بال وکړي یوه منډه حسابیږي، خو که دویم ځل داسې توپ واچوي، درې منډې حسابیږي.

که ددغو لوبو د وروستي اور په اخري توپ باندې شپږیزه ووهل شي، دولس منډې حسابیږي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نوې بڼه سیالیو کې به توپ اچوونکی لومړی ځل وایټ بال وکړي یوه منډه حسابیږي، خو که دویم ځل داسې توپ واچوي، درې منډې حسابیږي.

د ښاغلي حسن په وینا له دې ډول کرېکټ سره به هغو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس برابر شي چې د کرېکټ شپږیزې او د افغانستان لیګ سیالیو نه لرې پاتې شوي دي.

'لاست من سټانډ' سیالۍ په ۱۴ نورو هیوادونو کې هم کیږي، خو ټاکل شوې په افغانستان کې يي لومړۍ سیالي د راروانې جون په میاشت کې تر سره شي.