یونیسف راشد خان افغانستان لپاره د ښه نیت سفیر ټاکلی

د عکس سرچینه، UNICEF Afghanistan
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان په افغانستان کې د ښه نیت ملي سفیر وټاکه.
ددې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه ۲۰ کلن مخکښ کرېکټ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو او د واکسین پوښښ د کچې زیاتولو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړي.
راشد خان دا د ځان لپاره ویاړ بللی او ویلي یې دي چې تل یې هیله وه چې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې برخه ولري:
"د وياړ ځای دی چې په افغانستان کې د يونيسف ادارې لپاره د ښه نيت ملي سفير په توګه ونومول شوم،ما تل غوښتل چې د روغتيا، زده کړې او تغذيې په مسايلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې ښکېل اوسم او يونيسف راتهدا ښه زمينه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله يم او هيله لرم چې د ښې راتلونکې لپاره يو بدلون راولوو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
"راشد خان چې پخوا هم د ماشومانو حقوقو ته ژمن و د يونيسف او د افغانستان ماشومانو لپاره به ارزښتمنه شتمني وي او همدا ډول هيلو او ارمانونو ته چې له دې پرته انسان ژوند نشي کوالی، دوام ورکړي."په افغانستان کې د یونیسف استازې ادېل خضر وايي راشد خان به د افغان ماشومانو لپاره اغېزناک وي.
د یونیسیف د شمېرو له مخې په ورستیو کلونو کې له پرمختګونو سره سره لا هم په افغانستان کې ۷،۳ میلیونه ماشومان ښونځي ته له تلو بې برخې دي. په دوی کې ۲،۲ میلیونه نجونې دي.
په دې هېواد کې ۶ سوه زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، په جدي خوارځواکۍ اخته دي.
شاوخوا دوه میلیونه نور ماشومان په داسې خوارځواکۍ اخته دي چې د عمر په تناسب یې قدونه ټیټ پاتې دي.
افغان لوبغاړی راشد خان له تېرو دوو کلونو راهیسې د ماشومانو اړوند مسایلو په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې له یونیسیف سره مرسته کوي.

د عکس سرچینه، ACB/AFG
راشد خان ته د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د نړیوال کرېکټ شورا (ای سي سي) لخوا د کال د دویمه درجه هېوادونو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
د همدغه کال په فبرورۍ کې نوموړي ته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د کم عمره غوره توپ اچوونکي لقب ورکړل شو.
همداراز نوموړی د ای سي سي د شل اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
راشد خان د ۲۰۱۸ کال یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی بلل شوی.
نوموړي د ۱۴٫۴۵ په اوسط ۴۸ ویکټې اخیستې دي.
هغه همدارنګه د روان ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د خپل هېواد د لارموندنې پرمهال هم غوره رول لوبولی.








