د کرېکټ نړیوالې شورا ولې سرفراز احمد له ۴ لوبو محروم کړ؟

د عکس سرچینه، ICC
د کرېکټ نړیوالې شورا پاکستانی لوبډلمشر سرفراز احمد د توکمیز ضد قانون ماتولوله کبله له څلورو سیالیو ځنډولی دی.
په پرونۍ لوبه کې د پاکستانۍ لوبډلې مشري د سرفراز احمد پر ځای شعیب ملک کوله، ځکه چې پر سرفراز د سوېلي افریقا یوه لوبغاړي ته د توکمیزو سپکو سپورو د ویلو له کبله په څلورو سیالیو کې د لوبېدو بندیز لګول شوی دی.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، سرفراز منلې ده چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې په ډوربن کې د سوېلي افریقا لوبډلې پروړاندې یوه ورځنۍ لوبه کې د دغې شورا د توکمپالنې ضد قانون مات کړی دی.
سرفراز د سوېلي افریقا د ال رونډر انډیل فولیکوایو پرضد یوه تبصره کړې چې له کبله یې د سرفراز د تورنېدو لامل شوې ده.
سرفراز به په روانو دوو نورو یوه ورځنیو سیالیو کې نه لوبېږي، همداشان د راتلونکو ۲۰ اوریزو سیالیو دوو لومړنیو لوبو کې به هم له لوبېدو بې برخې وي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د توکمپالنې ضد قانون د ۷٫۳ مادې له مخې به سرفراز د سپکاوي پوهېدو په تړاو لارښوونه ورکړل شي.
دغه شورا وايي، د پاکستان له کرېکټ بورډ سره د سرفراز ددغې قضیې په اړه په اړیکه کې ده.
د سرفراز د سپکاوي خبر لومړی ځل د اماراتو د غوراوي کمېټې د رانجان مدوګالي له خوا خپور شو، چې له سیالۍ وروسته یې په دې اړه څېړنه وکړه او له دواړو لوبغاړو سره وغږېده.
د لا نورو څېړنو لپاره، د کرېکټ نړیوالې شورا عمومي کونسل لېن هیګینس بیا وویل چې دغه لوبغاړی باید د قانون له مخې پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د کرېکټ نړیوالې شورا اجراییوي مشر ډېوېډ ریچرډسن وویل: "دغه شورا دداسې قضیو په اړه د نه بښلو پالیسي لري. اوس سرفراز دغه سپکاوی منلی او د خپل دې عمل په اړه یې عمومي بخښنه غوښتې ده، نو دې ته په کتو به هغه ته یوه مناسبه سزا ورکړل شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
پاکستان پرون سوېلي افریقا ته د کرېکټ په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه، چې په دې سره یې روانه لړۍ دوه- په دوه برابره کړه.
لومړۍ توپوهنه سوېلي افریقا وکړه چې ټول لوبغاړي یې په ۴۱ اورونو کې په ۱۶۴ منډو وسوځېدل. پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په دوه- دېرشم اوور کې پوره کړ.
د پاکستان له خوا عثمان شینواري ۴ او شاهین اپریدي او شاداب خان دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د سوېلي افریقا لخوا هاشم آملا ۵۹ او لوبډلمشر فف دوپلیسي ۵۷ منډې وکړې. امام الحق پکې ۷۱ او فخر زمان ۴۴ منډې وکړې.









