پر پاکستاني لوبغاړي محمد عرفان یو کلن بندیز او یو میلیون جریمه

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان کرېکټ بورډ د دغه هېواد پر یوه لوبغاړي محمدعرفان د یوه کال لپاره بندیز لګولی او دغه راز یې دغه لوبغاړی یو میلیون روپۍ جریمه کړی هم دی.
محمدعرفان ته دغه سزا ځکه ورکړل شوي، چې وايي له نوموړي سره د لوبو پایلې بدلونکو قیمارکوونکو اړیکه ټینګه کړې وه، خو هغه کرېکټ چارواکو ته په دې اړه څه نه و ویلي.
له نوموړي سره تړون هم د شپږو میاشتو لپاره ځنډول شوی دی.
محمدعرفان د پاکستان لپاره څلورو ټیسټ لوبو، ۶۰ یوه ورځنیو او ۲۰ شل اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې. لاهور کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې نوموړي ویلي، قیمار وهونکو ورسره دوه ځلې اړیکه ټینګه کړې، خو په وینا یې ده هغوی ' غلي ' کړي دي او هېڅ ډول ناسمه کړنه یې نه ده تر سره کړې.
خو نوموړي منلي، کرېکټ بورډ چارواکو ته یې په دې اړه څه نه و ویلي، چې په خبره یې دا یې تېروتنه وه او له کبله یې بښنه غواړي.
سږ کال د پاکستان سوپرلیګ سیالیو پر مهال پر پاکستاني لوبغاړو شرجیل خان، خالد لطیف، ناصر جمشید، شاہ زیب حسن خان او محمد عرفان لوبو کې د پایلو بدلولو لپاره د ټګي برګي هڅو تورونه پورې شوي وو.
د پاکستان کرېکټ بورډ اووه کسیزه کېمټې دغه لړ کې د جمعې له ورځې راهیسې څېړنه پیل کړې او د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان امر کړی، چې تورن لوبغاړو ته له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړل شي.









