د کرېکټ شورا نوې درجه بندي: راشد، نبي او مجیب مخکې شوي

افغان ورو بالران راشد خان، محمد نبي او مجیب درې واړو د بنګله دېش پر وړاندې د درېیو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې ښه لوبه وکړه او د لوبډلې په بریا کې هر یوه خپله ونډه واخېستله.

راشد خان چې د دغې لړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی شو، د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړو په فهرست کې په ۸۱۳ نومرو تر ټولو مخکې دی.

محمد نبي بیا په ۸مه درجه دی. او مجیب ځدراڼ چې تر اوسه یې لږې لوبې کړې بیا په ۵۱مه درجه دی.

د توپ اچوونکو په لست کې له لسو کسانو څخه یې ۶ ورو بالران دي.

د توپ ووهونکو په لست کې محمد شهزاد بیا په ۹مه شمېره دی.

د افغانستان الراونډر سمیع الله شینواری بیا په دغه لړۍ کې ۱۱۸ تر ټولو ډېرې منډې وکړې، یوولس نومرې یې اخیستې او ځان یې په جدول کې ۴۴ نمبر ته را پورته کړی.

محمد نبي د الراونډرانو په لست کې دوهم تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

په زړه پورې دا ده چې راشد خان د الراونډرانو په فهرست کې په ۱۸ نمبر دی.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د نړیوالو یو ورځنیو لوبو دوهم تر ټولو غوره او محمد نبي بیا ۱۸ تر ټولو غوره بالر دی.