تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان په وروستۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوریزو سیاليو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په یوه منډه وګټله.
د نننۍ لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې.
افغان لوبغاړو په پيل کې چټکې منډې وکړې خو په وروستيو اورونو کې يې سرعت تېز نه و. د تېرو لوبو په څېر سميع الله شينواري ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۲۸ توپو ۳۳ منډې وکړې. د ده تر څنګ اصغر ستانکزي ۲۷، شهزاد محمدي ۲۶، عثمان غني ۱۹ او نجيب الله ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.
د بنګله دېش لپاره نظم اسلام او سوميا سرکار دوې دوې وېکټې واخيستې.
په توپ وهنه کې د بنګله دېش لوبډلې پيل ښه نه و د پيل درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل خو د لوبډلې د منځ لوبغاړو ښه لوبه وکړه.
په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ښه وځلېد، نوموړي په څلورو اورونو کې يوه وېکټه واخيسته او ۲۴ منډې يې ورکړې. د ده تر څنګ مجيب رحمان ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.
تر دې وړاندې افغانستان په دوو لوبو کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه او د لوبو دغه لړۍ يې ګټلې وه.
افغانستان د جون پر ۱۴ له هند سره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کوي.