تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ نوې درجه بندۍ: افغانستان له سریلانکا مخکې شو
د کرېکټ نړیوالې شورا یا "ای سي سي" د غړو هېوادونو نوې درجه بندي اعلان کړې.
د نوي لېست تر مخې افغانستان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۷ هېوادونو په کتار کې اتم ځای خپل کړی.
په دې حساب افغانستان اوس د شل اوریزو سیالیو په کتار کې تر سریلانکا هم لوړ ځای لري.
په پنځوس اوریزو لوبو کې هم د افغانستان شپږ پاینټونه ډېر شوي، او لسم ځای لري.
د بالرانو یا توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د افغانستان راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو پیاوړی بالر دی.
د پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو لوبو کې هم راشد خان تر دې دمه د نړۍ دویم غوره توپ اچوونکی دی.
یوازې د هند جسپریت بومرا تر ده وړاندې دی.
د الرونډرانو په کتار کې د افغانستان محمد بني د نړۍ درېیم پیاوړی الرونډر دی.
د بنګله دېش شکېب الحسن او د پاکستان محمد حفیظ دویم ځای لري.
پاکستان د نوې درجه بندۍ له مخې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو پياوړې لوبډله ده.
اسټرالیا دویم، هند درېیم او نوی زیلاند څلورم ځای لري.
په پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو لوبو کې انګلستان لومړی، هند دویم، سویلي افریقا درېیم او نوی زلاند څلورم ځای لري.
په ټېسټ لوبو کې هند لومړی، سویلي افریقا دویم، اسټرالیا درېیم او نوی زلاند څلورم ځای لري.
ټېسټ لوبو کې:
د اسټرالیا سټیو سمېت د نړۍ تر ټولو پیاوړی توپ وهونکی، د سویلي افریقا کاګلوس ربادا تر ټولو پياوړی توپ اچوونکی او د بنګله دېش شکېب الحسن تر ټولو پياوړی الرونډر دی.
پنځوس اوریزه لوبو کې:
د هند ویرات کوهلي د نړۍ تر ټولو پياوړی توپ وهونکی، د هند جسپریت بومرا تر ټولو پیاوړی توپ اچوونکی او د بنګله دېش شکېب الحسن تر ټولو پياوړی الرونډر دی.
په شل اوریزو لوبو کې:
د پاکستان بابر اعظم د نړۍ تر ټولو پياوړی توپ وهونکی، د افغانستان راشد خان تر ټولو پیاوړی توپ اچوونکی او د اسټرالیا ګلېن مکسېل د نړۍ تر ټولو پياوړی الرونډر دی.