تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی
کرېکېټ کې د افغانستان محمد شهزاد د ای سي سي يا کرېکېټ نړيوالې شورا له خوا د اسوشيېټ يا دویمې کچې کرکېټ د کال غوره لوبغاړي جايزه ګټلې ده.
محمد شهزاد په ۱۶ يو ورځنيو کرېکېټ لوبو کې د خپلو منډو کچه ۶۹۹ ته رسولې.
د ای سي سي نړيوال کپ لومړۍ کچې لوبو کې يې ۳۰۱ منډې او ۱۷ شل اوريزو لوبو کې يې ۵۳۳ منډې کړې دي.
دی لومړی افغان لوبغاړی دی، چې دا جايزه ګټي.
د هند ورو باولر راوي چندرن اشوېن، د ای سي سي د کال غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
دغه ۳۰ کلن بيا درېيم هندی دی چې له سچن ټنډولکر او راهول ډراوېډ وروسته دا جايزه ګټي.
دی د ای سي سي د ټېسټ کرېکېټ د کال لوبغاړی هم دی او د انګلستان وېکېت ساتونکی الېسټر کوک بيا د ای سي سي ټېسټ لوبډلې د کال غوره لوبډلمشر ګڼل شوی دی.