تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کرېکټ بورډ: افغانستان ته په هند کې دویم لوبغالی هم ورکوو
د هندوستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ ته به په هند دويم کورنی لوبغالی یا (هوم ګراونډ) هم ورکړي.
د هندوستان د کرېکټ بورډ یو شمېر چارواکي په رسمي سفر افغانستان ته تللي.
دې پلاوي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان او هند ترمنځ د ټېسټ لوبې لیدو لپاره هند ته سفر وکړي.
دې چارواکو په کابل کې په یوه خبرې غونډه کې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.
د هند کرېکټ بورډ مشر امتیاب چوهدري وویل، د هندوستان د ۲۰۱۸ کال کورني کرېکټ لوبو کې افغان لوبغاړو ښه وړتیا ښودلې او دوی به د راتلونکو کلونو په سیالیو کې لا ډېرو افغان لوبغاړو ته فرصت ورکوي.
نوموړي وویل:
"پرون موږ ته دا ویاړ راپه برخه شو چې په ګډه له ولسمشر سره وګورو او له هغه مو وغوښتل چې په دې سمبولیک او تاريخي فرصت کې له موږ سره برخه واخلي. هغوی ومنله چې په ډېره خوښۍ به ګډون راسره وکړي. د افغانستان او هند تر منځ دوستي او همکاري له کلونو راهيسې ده. او هند دا دی اوس د افغانستان کرېکټ بورډ لپاره په دهېرا دون ښار کې دویم لوبغالی جوړوي"
ټاکل شوې چې د افغانستان او هندوستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د جون میاشتې پر څوارلسمه نېټه په بنګلور ښار کې ټېسټ لوبه پيل شي. دا به د افغانستان د کرېکټ لومړنۍ ټېسټ لوبه وي.
یاده دې وي چې هند له دې وړاندې په ۲۰۱۴ میلادې کال کې د ګریټر نویډا په نوم نړیوال کرېکټ لوبغالی افغان کرېکټ بورډ ته د کورني لوبغالي په توګه ورکړی د، چې شاوخوا ۴۰ زره کسان ځایولاي شي.
هند په کندهار کې هم د ۷ لکو امریکايي ډالرو په ارزښت يو لوبغالی جوړ کړی دی چې په افغانستان کې یو له معیاري لوبغالو ګڼل کېږي.
په یاده خبري غونډه کې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل هم د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ سیالیو په اړه معلومات ور کړل او ویې ویل، دغه سیالي به په متحده عرب اماراتو کې تر سره شي.