تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان له بنګله دېش او هند سره لوبو ته لوبډله اعلان کړه
د افغانستان د کرېکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د درېیو شل اوریزو لوبو او همدا رنګه د هند پر وړاندې د افغانستان د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې په اعلان شوې لوبډله کې د نولس کلنو له ملي لوبډلې او همدا رنګه یو شمېر هغه لوبغاړي هم شامل دي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي وو.
ټاکل شوې ده چې افغانستان د جون میاشتې پر درېیمه، پنځمه او اوومه نېټه د هند په دهېرادون ښار کې د بنګله دېش پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې وکړي.
د دې شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان په ملي لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
محمد شهزاد محمدي
نجیب الله ترکی
عثمان غني
اصغر ستانکزی
نجیب الله ځدراڼ
سمیع الله شینواری
شفیق الله شفق
دروېش رسولي
محمد نبي عیسی خېل
ګلبدین نایب
کریم جنت
راشد خان
شرف الدین اشرف
مجیب ځدراڼ
شاپور ځدراڼ
افتاب عالم
د درېش رسولي په اړه، چې د نورو پرتله نوی نوم دی، د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي:
"هغه په کورنیو سیالیو کې ښه وځلید او د هند تر تمریناتي کمپ وروسته روزونکو او غوراوي کومیټۍ غوره کړ نوموړی غوره توپ وهونکی او ښه ورو توپ اچونکی الرونډر بلل شوی دی"
همدا رنګه د هند پر ضد د افغانستان د کرېکټ تاریخ کې د لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره، چې د جون پر ۱۴مه نېټه په بنګلور ښار کې پيلېږي، دا لوبغاړي غوره شوي دي:
محمد شهزاد محمدي
محمد جاوید احمدي
احسان الله جنت
رحمت شاه زرمتی
اصغر ستانکزی
ناصر جمال
حشمت الله شهیدي
افسرخان ځاځي
محمد نبي عیسی خیل
راشد خان
ظاهرخان
امیر حمزه هوتک
سید احمد شیرزاد
محمد یمین احمدزی
وفادار
مجیب ځدراڼ
وفادار په دې نوم لړ کې نوی نوم دی چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د روزونکو په باور ښه وړتیا لري او هیله ترې کیږي چې په راروان وخت کې به د یوه چټک توپ اچونکي په توګه د افغانستان نوم روښانه کړي