افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوره لوبه هم افغان لوبډلې د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ شارجه ښار کې وشوه.
لومړی توپوهنه افغانستان وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې.
په ځواب کې زیمبابوې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې لوبه وبایلله.
د زیمبابوې لوبغاړو کې سکندر رضا د ۴۰ منډو په جوړولو سره ډېر وځلېد.
افغان لوبغاړو کې محمد نبي ډېر وځلېد، د څلورو شپږیزو او دوو څلوریزو په مټ یې په ۲۶ توپونو سره ۴۵ منډې وکړې.
نوموړی د تېرې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
همدا راز کریم صادق ۲۸ او اصغرستانکزي ۲۷ منډې جوړې کړې.
مجیب ځدران او راشد خان دوه دوه او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.
وړمه ورځ هم افغان لوبډلې له زیمبابوې لوبه ګټلې وه.
په هغه لوبه کې افغان لوبغاړو سیالې ډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و.
پنځوس اوره لوبې

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ راتلونکې جمعه( د فرورۍ پر نهمه) پنځوس اوره لوبې هم پیلېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، چې شل اوره لوبو کې د افغان لوبډلې بری له زیمبابوې سره په راتلونکو پنځوس اوره لوبو هم ښه اغېز لري.
"لکه څنګه چې افغان لوبډلې په شل اوره لوبو کې بری ترلاسه کړ داسې به پنځوس اوره لوبو کې هم ښې لاسته راوړنې ولري".
د نوموړي په خبره، افغان لوبډلې له زیمبابوې سره تر لوبېدلو مخکې په افغانستان او بیا اماراتو کې تمریناتي لوبې درلودې او پوره چمتوالي سره لوبېږي.
له زیمبابوې سره د شل اورو سیالیو په څېر پنځوس اوره سیالۍ هم د افغان لوبډلې په کوربتوب کېږي.








