کریکټ: د پاکستان او هند لوبډلې په چمپینز ټراپي کې سره مخامخېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې به په برتانیا کې تر سره کېدونکې چمپینز ټراپي کې سره مخامخې شي.
په دغو سیالیو کې به پر هندوستان سربېره د پاکستان، سریلنکا، بنګله دېش، استرالیا، انګلینډ، سویلي افریقا او د نیوزیلنډ لوبډلې برخه واخلي.
د چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالۍ د راتلونکې جون پر لومړۍ نېته په انګلینډ او ویلز کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې به دوام وکړي.
د هندوستان او پاکستان لوبډلې به د راتلونکې میاشتې په څلورمه د یو بل پر وړاندې خپل بخت و ازمويي.
"د بایللو لپاره هیڅ نه لرو"
د پاکستان د کریکټ د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر سرفراز وايي، د کریکټ د نړیوالې شورا د اتلانو جام په سیالیو کې پرې کوم ځانګړی فشار نه شته.
نوموړي په برمینګم کې رسنیو ته ویلي: "موږ د بایللو لپاره څه نه لرو، نو ځکه به مو لوبډله طبیعي لوبه وکړي."
د ایسيسي په چمپینز ټراپي سیالیو کې پاکستان تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

د عکس سرچینه، AFP
په یاد ټورنمنټ کې پاکستانۍ لوبډله درې ځلي تر نیمه پایلوبې رسېدلې، خو کور ته تش لاسونه راستنه شوې ده.
سرفراز احمد ویلي، له ویسټ انډیز سره په وروستۍ لوبلړۍ (سیریز) کې پاکستانۍ لوبډله ښه لوبېدلې ده. د نوموړي زیاته کړې، هیله یې دا ده چې په چمپینز ټراپي کې هم ښه وځلېږي او جام له ځان سره یوسي.
په چمپینز ټراپي کې ټولټال اته لوبډلې سیالي کوي چې د پاکستان لوبډله پکې د ایسيسي د ډلبنډۍ له مخې وورستی یا اتم ځای لري.
له هندۍ لوبډلې سره د راتلونکې لوبې په اړه سرفراز احمد وویل، په چمپینز ټراپي ټورنمنټ کې به د پاکستانۍ لوبډلې لوبه تر هندۍ هغې ښه وي.

د عکس سرچینه، AFP
هغه زیاته کړې، موږ به په عادي ډول لوبېږو او د اتلولۍ د تر لاسه کولو هڅه کوو.
د چمپینز ټراپي د ۲۰۱۳ کال اتلولي د هندوستان لوبډلې ګټلې وه.








