ویسټ انډیز د کریکټ درېیمه لوبه له پاکستانه وګټله

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او د اتو ویکټو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډې هدف وټاکه.

د ویسټ انډيز لوبډلې یاد هدف د درېوو لوبغاړو په سوځېدو په پنځلسم اور کې پوره کړ.

د پاکستان لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې (۴۸) منډې کامران اکمل وکړې.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کامران اکمل ۴۸ منډې وکړې

په دغه سیالۍ پاکستاني توپ اچوونکي د تېروو دوو لوبو په څېر ونه ځليدل؛ وهاب ریاض، سهیل تنویر او شاداب خان یوازې یوه - یوه ویکټ تر لاسه کړه.

د ویسټ انډیز توپ اچوونکو بیا د پاکستاني هغو په پرتله ښه توپ اچونه وکړه، سیمیول بدري دوه لوبغاړي او ویلیمز، بریت ویټ نراین او سیمیولز د پاکستاني توپوهونکو یوه - یوه ویکټ وغورځوله.

د ویسټ انډيز لوبډلې لپاره ایون لیوس ښه توپوهنه وکړه چې په ۵۱ بالونو یې د نهه شپږیزو او پنځه څلوریزو پر مټ ۹۱ منډې وکړې. د پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ د پیل دوه لوبې پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې چې نوی لیګ سپینر توپ اچوونکی شاداب خان یې د لوبې د کار لوبغاړی نومول شوی و.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شل اوریزو لوبو د لړۍ د پیل دوه لوبې پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې