بریتانیا: محکمه له مېرمنې سره د زور زیاتي کونکي کرېکټ لوبغاړي قضیه له سره څېړي

د عکس سرچینه، PAT ISAACS/CAVENDISH
یوې بریتانوۍ محکمې پاکستاني الاصله بریتانوي کرېکټ لوبغاړي ته د مېرمنې وهلو ډبولو قضیې کې له لږ سزا ورکولو وروسته د دغې پرېکړې په اړه د دویم ځلي غور اعلان کړی دی.
د مانچسټر پر اوسېدونکي لوبغاړي مصطفی بشیر تور لګېدلی و، چې خپله مېرمن یې د کرېکټ په بټ سره وهلې ډبولې وه او د وینځلو لپاره کارېدونکي اوبلن مواد 'بلیچ ' یې پرې څښلي و.
د مانچسټر کراوون محکمې نوموړې ته ځنډول شوې سزا ورکړې وه.
رپوټو کې ویل شوي، چې د ښاغلي بشیر مدافع وکیلانو استدلال کړی و، چې که نوموړي ته سزا ورکړل شي، د یوه لوبغاړي په توګه به له فعالیته وغورځېږي او له لنکا شایر نومي کلب سره به یې هوکړه لیک له ګوتو ووځي.
خو د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالانو د قاضي رچارډ مارشل دغې پرېکړې خلاف سخت غبرګون څرګند کړی و.




