بادغیس کې مېړه خپله مېرمن په تبر وژلې ده

د افغانستان لوېديځ بادغیس ولایت اب کمري ولسوالۍ کې یوه سړي خپله ښځه په تبر وهلې او وژلې ده.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د مېړه او ښځې ترمنځ تر لفظي شخړې او کورني تاویخوالي وروسته رامنځ ته شوې ده.
میرزکوال زیاتوي، لا مالومه نه ده، چې د مېړه او ښځې ترمنځ شخړه په څه شي راپورته شوې، خو د حبیب الله په نامه د ښځې قاتل تښتېدلی دی.
وژل شوې ښځه څو ماشومان هم لري.
د بادغیس چارواکي وايي، پولیس اوس د قاتل په لټه کې دي او سیمه یې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د بادغیس اب کمري ولسوالي یوڅه نارامه ده.
د روان کال پیل کې هم بادغیس کې یوې صحرايي محکمې له ځوانه مېرمن له کوره د تېښتې په تور ووژله، چې بیا وروسته یې اصلي عامل ونیول شو.
د روان دسمبر پر ۱۳ مه د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې مېرمنې شونډې او پزه غوڅ کړي وو.
ستاره
د ستارې په نامه دغه قرباني شوې مېرمن د رهات مرکزي روغتون کې تر سرسري درملنې وروسته ترکیې ته واستول شوه.
د دغې مېرمن ټول سر او مخ په بانداژ کې پړ و، چې د خبرو کولو توان یې هم نه درلود.
تېری کوونکی مېړه یې تښتېدلی، خو پولیس یې د موندلو لټون کوي.
د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل بې وزلي او روږدو کسانو ډېروالی ګڼل کېږي.
سره له دې چې په هرات کې د ښځو له حقونو دفاع لپاره بېلابېلې څانګې فعاله دي خو لا تر اوسه په سیمه کې د ښخو پر وړاندې د دې ډول پېښو کچه لوړه ګڼل کېږي.
د مدني ټولنې فعالان وايي دولت باید د دي ډول پېښو عاملینو سره جدي چلند وکړي.
۳۰ کلنه ستاره درې ماشومان لري، چې ویل کېږي، مېړه یې وروسته تر هغه ناوړه عمل ورسره وکړ، چې هغه ته یې د خپلو ګاڼو له ورکولو ډډه وکړه.
د بشري حقونو وروستیو رپوټونو ښوولې، چې په دغه هېواد کې د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۸ ډېره شوې ده.








