معين علي د پاکستان له غوره ليګ لوبو ووت

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلستان وتلي لوبغاړي معين علي د پاکستان غوره ليګ سياليو کې د نه لوبېدو پريکړه کړې. نوموړی له خپلې کورنۍ سره عمرې ته د تللو پلان لري.
د پاکستان د غوره لیګ شل اوره کریکټ سیالو په کوټه ګلیډیټرز لوبډله کې د معین علی پر ځای د اسټرالیا برېډ هوج شامل کړل شوی دی.
برېډ هوج د تېر کال پاکستان غوره لیک سیالیو کې (د پېښور زلمی) لوبډلې لوبغاړی و.
د پاکستان د کریکټ بورډ د څرګندونو له مخې، معین علي ویلي، چې د کورنیو بوختیاوو له امله په دغه اتلولۍ کې ګډون نشی کولی.
د ونډه ور کوونکو له خوا په ټوېټ کې ویل شوي: "معین علي غوره لوبغاړی او ستر شخصیت دی. موږ د هغه دې پرېکړې ته درناوی لرو، چې د خپلې کورنۍ ژمنتیا ته لومړیتوب ور کوي. ښه وخت معین".

د عکس سرچینه، Getty Images
معین علي د تېرې دوشنبې په ورځ په لاهور کې د جوړې شوې مسودې له مخې د کوټې ګلیډیټرز لوبډله کې شامل شوی و.
د انګلستان وتلی لوبغاړی معين علي د هغو لوبغاړو په کتار کې ودرېد چې د پاکستان غوره ليګ سياليو کې يې د نه لوبېدو پريکړه کړې.
تېره ورځ د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي محمد نبي او شهزاد هم له دې سياليو ووتل. په پام کې ده دوی له زمبابوې سره لوبه کې ګډون وکړي.
د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.
د لوبغاړو نه ګډون لاملونه بېلابېل یاد شوي دي، چې په هغه کې د لوبغاړو ټپي کېدل یا نورو نړیوالو لوبو کې د هغوی ګډون او د پي اېس اېل سیالیو د مهالوېش تر منځ ټکر یاد شوي دي.
معين علي پلان لري له خپلې کورنۍ سره عمرې ته لاړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او پایلوبه یې د مارچ پر ۷ ده.
د سږ کال پاکستان غوره لیګ کي د پروسږکال په پرتله د سیالبو شمېر له ۱۶ څخه ۱۸ ته پورته شوی دی.








