محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ
د افغانستان تکړه لوبغاړي محمد شهزاد شل اوريزو نړيوالو سياليو په ناک اوټ يا ګروپ پړاو نه بهر مرحلې لوبو کې د څلورو پنځوسيزو په جوړولو سره نوی ريکارډ جوړ کړ.
تردې وړاندې د هند لوبغاړي وېراډ کولي دغه ريکارډ خپل کړی و.
محمد شهزاد د نړيوالو شل اوريزو لوبو د ناک اوټ ۵ سياليو کې ۴ پنځوسيزې جوړې کړې دي، بله خوا وېراډ کولي په څلورو سياليو کې ۳ پنځوسيزې لري.
د ناک اوټ مرحلې لوبې په کرېکټ کې هغه لوبې دي چې پايله کې يې بريالۍ لوبډله وړاندې ځي او بایلونکې لوبډله له سياليو بهر کېږي. په دې پړاو لوبو کې منځلوبه، نيمه پايلوبه او پايلوبه راځي.
همدا ډول محمد شهزاد لومړی لوبغاړی دی چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په يوه ورځ دوې پنځوسيزې جوړوي. نوموړي د صحرا کپ سياليو پر مهال د عمان پر وړاندې ۸۰ او د ايرلنډ پر وړاندې ۵۲ منډې جوړې کړې وې.

د عکس سرچینه، ACB
۲۸ کلن شهزاد په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د ۱۱ پنځوسيزو او د يوې سليزې پر مټ ټولې ۱۶۵۶ منډې جوړې کړې دي.
څه موده وړاندې د کرېکټ نړيوالې شورا نوموړی د اسوشيېټ يا دوهمې کچې کرېکټ د کال غوره لوبغاړی ونوماوه.
محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی دی چې دغه جايزه ګټي.










