د بنګله دېش په لیګ کې د نبي کم سارې لوبه

د عکس سرچینه، BCB
افغان ستوري محمد نبي د بنگله دېش په ليگ شل اوريزو سياليو کې نن په ۳۷ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نبي چې تر اوسه يې په توپ اچوونه کې د پام وړ برخه لرله دغه منډې د ۶ شپږيزو او ۶ څلوريزو په مرسته وکړې.
نبي د چټاګانګ لوبډلې لپاره لوبېږي په ۲۵ توپونو يې خپله پنځوسیزه ووهله.
تر اوسه د بنګله دېش په دغه شل اوریزو لیګ سیالیو کې یوه لوبغاړي هم دومره ډېرې منډې نه وې کړې.
د سږکال لیګ کې د نبي په ګډون، شهزاد محمدي او راشد خان هم لوبېږي.
نننۍ لوبه کې پچه راجشاهي ګېنګ وګټله او د چټاکانګ ویکینګ لوبډلې ته یې د بټنګ بلنه ورکړه.

د عکس سرچینه، BPL
له راجشاهي ګېنګ سره سیالۍ کې د چټاکانګ ویکینګ پیل ښه نه و. د څلورو کسانو په سوځېدلو يې ۶۸ مڼدې کړې وې.
کله چې نبي د لوبې ډګر ته راغی دغې لوبډلې ۱۰۵ منډې لرلې.
نبي خپله لومړنۍ شپږېزه په ۱۳ اوور کې د ویسټ اینډرز پر تکړه توپ اچوونکي ډرن سامي ووهله.
د نبي لوبډلې چټاکانګ په۲۰ اوورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ مڼدو هدف وټاکه.
که څه هم په لومړینو اوورونو کې راجشاهي ګېنګ لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه خو وروسته یې پښه وښوېدله.
په ۱۷ اوور کې د ډرن سامي ویکټه د راجشاهي وروستي هیله وه چې ولوېدله.
په پای کې راجشاهي په ۱۹ منډو دغه لوبه وبایلله.
نبي د لوبې غوره وبغاړی وبلل شو.
د نن په يوه بله لوبه کې د شهزاد ناسوځېدلې پنځوسيزې د راشد خان لوبډلې ته ماتې ورکړې.
راشد خان په څلورو اورونو کې ٣٢ منډې ورکړې خو څوک يې ونه سوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images








