د وزلوبې سیمه ییزې سیالۍ پیلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د سيمه ييزو لوبډلو تر منځ د وزلوبې سیالۍ تر سره کېږي. په دغو سیاليو کې تر ۱۰ ډېرې لوبډلې ګډون کوي او موخه يې د غوره لوبغاړو پېژندل او د لوبغاړو د مهارتونو لوړول بلل شوي دي.
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون مرستیال ميرویس هوتخیل وايي، دا سیالۍ يې د وزلوبې د لوبغاړو د مهارتونو د لوړاوي په موخه جوړې کړې دي.
وزلوبه په افغانستان کې زرګونه کلونه پخوانۍ دوديزه لوبه ده او ویل کېږي چې دا د بزګرو او شپنو لوبه وه. د سږ کال په لومړيو کې وزلوبې ته ځینې قوانین جوړ شول، د افغانستان په ملي المپيک کمېټه کې فدراسيون ورته ځانګړی شو او د افغانستان په ملي لوبو کې شامله شوه.
د وزلوبې پخوانی قانون د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و چې د ډېرو په وینا د ژويو حقونو ته پام نه و په کې شوی خو د نوي قانون پر بنسټ لوبغاړي د خوسي پر ځای په یوه ورته پلاستيکي توکي سیالي سره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون مرستیال ښاغلی هوتخیل وايي، له دې سره سره چې دا لوبه په ملي المپيک کميټه کې ثبت شوې ده خو په کور دننه او بهر ورته د وزلوبې د سیاليو زمينه نه ده برابره شوې.
په وزلوبه کې یو حلال شوی خوسی د دوو لوبډلو تر منځ سیالۍ ته اېښودل کېږي، کمچينې په لاس پر آسونو سپاره هغه د لوبغالي د یوه سر له ټاکل شوي ځایه اخلي، د میدان تر بل سره يې وړي، بېرته يې ټاکلې ساحې ته راګرځوي او امتیاز اخلي.
د افغانستان په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې وزلوبه ترسره کېږي خو په شمالي ولایتونو کې يې مينه وال ډېر دي.
د دې لوبې مسوولان وايي چې د وزلوبې په قوانينو کې له بدلون سره د دې امکان شته چې د ورزش نړيوال بنسټونه دا لوبه په نړيوالو لوبو کې شامله کړي.








