څېړنه؛ لرغوني انساني هډونه تر هغه یو میلیون کاله پخواني دي چې مخکې یې په هکله فکر کېده

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه نوې څېړنه ښيي چې د لرغونو زمانو د انسانانو ساتل شوي هډونه تر هغه زیات پخواني دي، چې مخکې یې فکر کېده.
دې هډونو کې د یوې ښځې هډونه هم شامل دي، چې تر زرګونو کلونو پورې د سویلي افریقا د بشریت زانګو نومي غارونو کې تر خاورو لاندې وو.
د لرغونو اثارو د معاینې له عصري مېتودونو ثابته شوې ده، چې له درې اعشاریه څلور میلیونو نیولې تر درې اعشاریه اووه میلوینه کاله پخوا زمانې پورې پر ځمکه د انسانانو ګرځېدو ثبوتونه شته. له دې نوي فکر سره د بشریت ارتقايي عمل په هکله عامه تصورات بدلېدای شي.
تر کلونو پورې ساینسپوهانو فکر کاوه چې جوهانسبرګ ته نژدې غارونو کې د استرالوپیتکوس آفریقایانو موندل شوي هډونه دوه اعشاریه شپږ میلیونه کاله لرغوني دي او یا یې له دې هم کمه موده وتلې ده.
د یادونې ده چې د لرغونو انسانانو تر ټولو ډېر هډونه په همدې سیمه کې موندل شوي، چې د یوې ښځې نژدې بشپړه ککړۍ هم پکې شامله ده.
په ۱۹۴۷ کال کې دې موندل شوې ککرۍ ته د غارونو زمانې د یوې ښځې مېرمن پلیس د ککرۍ نوم ورکړل شوی دی. د سمیتسونیان موزیم ماهرین وايي، د هغې زمانې انسانان چې پر دوو پښو ګرځېدل، د نن زمانې انسانانو پرتله له ونې ډېر ټیټ وو چې د نارینه وو ونه یې په اوسط ډول تر څلور اعشاریه شپږ او ښځینه وو ونه یې تر درې اعشاریه نهه فوټو پورې رسېده.
تازه څېړنې ښوولې چې د مېرمن پلیس او نورو مړیو هډونه چې د هغې په شاوخوا کې موندل شوي، تر هغه یو میلیون کاله زیات لرغوني دي، چې مخکې یې په هکله فکر کېده.
له نوې څېړنې سره د لرغونو زمانو د بشري ارتقا پیل او احتمالي ګډ نسل په هکله نوی بحث راپورته شوی دی.
د فرانسوي ماهرې لاورین بروکشیل په وینا چې د دې څېړنیزې ډلې یوه غړې ده، د تازه څېړنې پایله ښيي چې 'ښايي زموږ د نسب شجره د یوې ونې پر ځای یوه بوټي ته ورته ده. '








