''سیندونه هم انسانان دي''

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند شمال اتراکنډ ایالت کې یوې محکمې پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد دوه لرغوني سیندونه ګنګا او جمنا چې سپیڅلي بلل کېږي د ژوندیو انسانانو حیثیت ورکړل شي.
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، د انسان حیثیت ورکولو له کبله به د دغو سیندونو ( خوندیتوب ) شونی شي او له ککړتیا به یې وژغوري.
د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، دغو سیندونو کې د خځلو غورځول به یوه انسان ته د زیان رسولو په توګه بلل کېږي.
د هندوانو له عقیدې سره سم دغه دواړه سیندونه سپیڅلي بلل کېږي.
د محکمې پرېکړه کې دغه راز یادوونه شوې، چې هندوان د دغو سیندونو پر سپیڅلتیا بشپړ باور لري او د خپل وجود برخه یې بولي او دغو سیندونو له پیله د هندیانو روح او بدن ته غذا رسولې.
محکمې ویلي، چې د ښاري نفوس ډېروالي له کبله دواړو سیندونو ته سخت زیان اوښتی.
د ایالت دوه افسران د ګنګا او جمنا ' قانوني ساتونکي ' ګومارل شوي، چې د دواړو سیندونو له حقونو به دفاع کوي.
خیریه کارکوونکي وايي، د محکمې له پرېکړې وروسته به د سیندونو پاکۍ کې چټکتیا رامنځته شي.
له دې مخکې تېره اونۍ نیوزلانډ کې هم وهان ګانیوی سیند ته د انسان حیثیت ورکړل شوی، چې دا نړۍ کې لومړی ځل یوه سیند ته له قانوني پلوه د انسان حیثیت ورکول وبلل شول.









